سیالکوټ 22 اګست(اے پي پي) وزیر اعظم محمد نوازشریف د سيالكوټ په ساهووالا كښې د سيالكوټ لاهور موټر وے د بنياد تيګه كېښوده كومه چې د ځائي اولس او ??نعتكارانو د اوږدې مودې غوښتنه وه۔ په دې موقع د دفاع وزير خواجه محمد آصف او ?? سيالكوټ پارلماني غړي هم ??وجود وو۔ په منصوبه به د 43 اربه روپو څخه زيات لګښت راځي۔ د دې څخه وړاندې د سيالكوټ موټر وے د بنياد تيګې په دستوره كښې د اېف ډبليو او ډائرېكټر جنرل مېجرجنرال محمد افضل د اېف ډبلیو او په روانو پرمختيائي پروژو وزیراعظم ته بريفنګ وركړو۔ ده ووئيل چې د څلور لائنونو موټروے 89 كلوميټره اوږده ده او ??ا به په دوه كالو كښې بشپړېږي۔ ده ووئيل دا موټر وے به لاهور بائي پاس څخه پېل كېږي او په سيالكوټ كښې به 15 كلوميټره ختيز پلو ځي او ??ا به كالا شاه كاكو سره نزدې اېم ټو سره تړلې شي۔ ده ووئيل د دې منصوبې بشپړېدو سره به د سيالكوټ او لاهور ترمېنځه د درې ساعته مزل به 45 دقيقې پاتې شي۔ محمد افضل ووئيل په موټر وے به 6 انټر چيج او ??وه سروس ځايونه جوړولې شي۔ ده ووئيل د منصوبې بشپړېدو سره به د لاهور او ??يالكوټ س??ه سره شا او ??وا كليو ته هم ګټه ورسي٬ پروژه به د پبلك پرائيوټ پارټنرشپ د لارې تر سره كولې۔ ده ووئيل چې د پروژې ټول خرڅونه به د بېلا بېلو بانكونو په مرسته ترسره كولې شي او په قامي خزانه به لږ نه لږ اغيز پرېوځي۔ د اېف ډبليو او ډي جي مېجرجنرال محمد افضل ووئيل اېف ډبليو او هېواد كښې د سترو لارو په جوړولو كښې مهم ??ردار ادا كوي۔ ده ووئيل اېف ډبليو او ??ه د سترو لارو آمدن څخه د بانكونو قرض واپس كوي۔ مېجرجنرال محمد افضل وزیراعظم محمد نوازشریف ته باور وركړو چې اېف ډبلیو او ??ه د قام د هيلو له مخې ټولې منصوبې په وخت بشپړوي۔ ده ووئيل اداره هېواد كښې د سختو او ګرانو سړكونو په جوړولو كښې بوخت ده۔ ده ووئيل اېف ډبليو او ??ه تر 25 كالو د موټروے خصمانه كوي۔ په دې موقع په بلوچستان كښې د اېف ډبليو له مخې د روانو منصوبو په مهال شهيد شويو 44 ځوانانو ته پېرزونې هم ??ړاندې كړې شوې۔
وزیر اعظم محمد نوازشریف د سيالكوټ په ساهووالا كښې د سيالكوټ لاهور موټر وے د بنياد تيګه كېښوده
مضمون کا ماخذ : لکی لیڈیز چارم