اسلام آباد۔21مارچ (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي افغانستان لپاره د هیومېنیټیرین ټرسټ فنډ جوړولو مقصد افغان اولس لپاره ?? نړيوال بشري مرستې حجم زياتولو اجتماعي هڅه كول دي ٬ د بشري بحران په تناظر كښې افغان اولس ته به په سمدستي توګه خپل پام ګرځول وي۔ د ګل په ورځ په خارجه وزارت كښې افغانستان لپاره د هیومېنېټیرین ټرسټ فنډ لپاره په چارټر د لاس ليك دستورې ته خپل خطاب كښې خارجه وزير ووئيل په اسلام آباد كښې د خارجه كونسل 17مې غېر معمولي غونډه كښې د اسلامي پرمختيائي بېنك ترسېوري لاندې د هیومینیټیرین ټرسټ فنډ جوړولو پرېكړه وكړې شوه۔ بنك ته خواست وكړې شو چې هغه دې د روان كال په اولنيو څلورو مياشتو كښې دا فنډ فعال كړي۔ ده ووئيل بېنك خپل مېنډېټ په فعاله ډول په ټاكلي موده كښې ترسره كړې۔ ده ووئيل د ټرسټ فنډ مقصد افغانستان ته بشري مرسته رسولو لپاره د يو مېكانزم په توګه كار ??ول دي په دې لړ كښې به ?? او آئي سي غړو هېوادونو كردار ??هم وي۔ ده هيله څرګنده كړه چې د او آئي سي غړي هېودونه ٬ اسلامي مالياتي ادارې او ن??ر نړيوال همكاران به په دې ټرسټ كښې د خپلو عطياتو د لارې شموليت وكړي۔ ده ووئيل د خارجه كونسل د 48 مې غونډې د چيئرمېن په توګه به ګډون كوؤنكو څخه په فنډ كښې د برخې اچولو خواست وكړم۔ خارجه وزير ووئيل دا خصوصي ټرسټ فنډ افغان اولس لپاره ?? نړيوالې بشري مرستې حجم زياتولو په لړ كښې زمونږ اجتماعي هڅه ده او مونږ ټولو له به ?? دې ګام كاميابولو له هڅې كول وي۔
افغانستان لپاره د هیومېنیټیرین ټرسټ فنډ جوړولو مقصد افغان اولس لپاره د نړيوالې بشري مرستې حجم زياتولو اجتماعي هڅه كول دي ۔ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي
مضمون کا ماخذ : کلیوپیٹرا