لاهور 10 جنوري (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې د هېواد سباؤن روښانه دې٬د حكومتي ښه پالېسو په سوب د تېر وخت مايوسو څخه به اولس خلاص شي٬تېر وخت كښې اولس د ګرانۍ٬بې روزګارۍ او د هدفي وژنو په شان تكليفونه زغملي چې ورسره مايوسي پیدا شوې٬سي پیك د كوم يو ګوند يا ډلې نه بلكې د هېواد تقدير سره تړون لري٬ځينې خلك په ټولنه كښې د غلط فهمو پېدا كولو هڅه كوي٬باور وركوم چې لوظ نامه كښې كوم هم روټ ترسره شوې٬په هغې كښې بدلون نه دې شوې۔ده د نهې پھ ورځ الحمرا هال كښې د نظريه پاكستان ټر??ټ او تحريك پاكستان وركرز ټر??ټ د سيوري لاندې د آزادۍ هلو ځلو لو??ې لارښود سرسيد احمد خان 200 كلنې جشن ولادت په لړ كښې”دوقومي نظريه”د سرسيد نه تر قائداعظم”په سرخط قامي كنفرنس ته خطاب كولو۔پھ دې موقع د پڼجاب ګورنر رفيق رجوانه او نور هم موجود وو۔اولس مشر ووئيل د روغتيا٬تعليم او ټر??نسپورټ پشمول ټولې څانګې د حكومت په ترجيحاتو كښې شامل دي۔ده ووئيل له بده مرغه د 1999 نه پس د قام 15 كاله ضائع شوي كله چې د 2008 ټاكنې وشوې نو په هېواد 6700 اربه روپۍ قرض وو او كله چې د 2013 ټاكنې وشوې نو دا قرض 14800 ارب روپۍ وو۔بايد اولس دا پوښتنه وكړي چې پھ دې مهال كوم نوې بند جوړ شوې يا لو??ې پروژې پیل شوي۔اولس مشر ووئيل د كالاباغ په بند سياست وكړې شو٬ديامربهاشا بند ولې نه دې جوړ شوې۔ده ووئيل حكومت دا هڅه كوي چې ديامر بهاشا بند د سي پیك برخه جوړه كړي۔ده ووئيل د هېواد 60 فيصده آباد?? په ځوانانو مشتمل ده۔د دې لپاره تعليم ته اړتيا ده خو له بده مرغه تېر وخت كښې وسائل ضائع شوي۔زه دا باور وركوم چې مونږ به تعليم لپاره اقدامات كوو او خپلو بچو له به ښه تعليم وركوو دغسې چې هغو?? په سباؤن كښې مخ په وړاندې لاړ شي۔اولس مشر ووئيل كه مونږ خپل تعليمي نظام٬د ټولنې ډهانچې له د سرسيد احمد خان د فكر ترمخه ترتيب وركولو كښې بريالي شو نو مونږ د پرمختګ څخه څوك نه شي منع كولې۔ده د سرسيد احمد خان جشن ولادت په لړ كښې د كنفرنس هركلے وكړو او د نظريه پاكستان ټر??ټ له يې مباركي وركړه۔ده ووئيل سرسيد احمد خان د مسلمانانو لپاره خذمات به تل ياد ساتلې شي او مونږ هغه ته پېرزوينې وړاندې كوو۔اولس مشر د نظريه پاكستان ټر??ټ كتابتون لپاره د 25 لكه روپو اعلان وكړو
د هېواد سباؤن روښانه دې٬د حكومتي ښه پالېسو په سوب د تېر وخت مايوسو څخه به اولس خلاص شي
مضمون کا ماخذ : سٹاربرسٹ