مظفر آباد۔ 13 اګست (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشی وئيلي دي مونږ په خپله د پاكستان او كشميريانو مقدمه كولې نه شو۔ دې لپاره م??نږ يو طاقتور وكيل ته اړتيا لرله۔ دې لپاره مې د چين دوره وكړه۔ زما ايمان دې شهيد كله نه مري او زه نن هغه شهيدانو ته خطاب كوم كومو چې د پاكستان د پولو ساتنې له د خپلو سرونو قربانۍ وركړې دي۔ ده ووئيل زه نن دې شهيدانو او د قومي پولو حفاظت كوؤنكو ته د عقيدت پېرزوينې او ددوئي عظمت ته سلام وړاندې كولو له راغلې يم۔ ده ووئيل د پاكستان حكومت د آزادۍ ورځ ستاسو مسئلې ته م??سوب كړې ده۔ ده ووئيل چې د روان كال د 14 اګست ورځ به د يو والي ورځې په توګه لمانځو او د ټول پاكستان كلي كلي ٬ ښار ښار او هرې كوڅې څخه به دا غږ پورته كېږي ” کشمیر به جوړېږي پاكستان” د هند د آزادۍ ورځ 15 اګست به ټوله ن??ۍ كښې د تورې ورځې په توګه لمانځلې شي۔ د ګل په ورځ د لوے اختر په م??قع د مظفر آباد د كډوالو کیمپ كښی اولسي غونډې ته خطاب كښې ده ووئيل زه تاسو ته مباركي دركوم چې د كشمير په اړه د چين وكالت نامه ترلاسه كولو كښې كاميابه شوې يم۔ د چين مشرتابه باور را??ړې دې چې وزيراعظم عمران خان خبر كړم چې سلامتي كونسل كښې به چين زمونږ سره سم ولاړ وي۔ ده په دې مهال خپل خطاب كښې ميډيا ته ووئيل چې ميډيا له به په كشميري اولس روانو هندي ظلمونو څخه ن??ۍ خبرولو له كار كول وي۔ ده ووئيل نن ټول كشميري اولس ٬ قوم او د پاكستان ټوله سياسي مشرتابه بايد يو زړه په نظر راشو۔ خارجه وزير ووئيل د پاكستان پارلمان د كشمير په مسئله يو قرارداد پاس كړې چې ورسره ن??ۍ ته دا پېغام رسېدلې چې په دې لړ كښې ټول قام يو موټې دې۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو د قراردادونو ترمخه هن?? ددې خبرې پابند دې چې هغه دې د كشمير شخړه په جمهوري انداز كښې حل كړي۔ خارجه وزير پوښتنه وكړه چې نړۍ ولې خاموشه ده۔ ده ووئيل نړۍ ځكه چپ ده چې هغه م??نږ كمزورې ګڼي او د پخوا را??ېسې نړۍ د كشمير مسئلې د وروستو كولو هڅې كړي۔ ده ووئيل د نائن الېون بريد څخه وروستو د ټولې نړۍ پام ترهګرۍ پلو وګرځولې شو او هند هم ستاسو د خپلواكۍ تحريك ته دترهګرۍ رنګ وركولو هڅه وكړه او هند به دا وئيلې چې د ترهګرۍ دې چپې په شاه پاكستان دې۔ ده ووئيل نن پاكستاني قوم د 70 زره ځناورو او د 180 اربه ډالرو معاشي قرباني وركولو سره ن??ۍ ته دا ښودلې دي چې مونږ يو سولييز قام يؤ۔ ده ووئيل قبائلي سيمې كومې چې نن خېبر پختونخوا كښې ضم شوي دي دوئي مو هم د ترهګرۍ لعنت څخه پاكې كړي دي۔ خارجه وزير ووئيل چې د پاكستان د غوره پالېسۍ او قربانيو په نتيجه كښې نن د هند دريځ په ن??ي واله كچه غلط ثابتېږي۔ ده ووئيل د روان كال ستمبر مياشت كښې به وزیراعظم عمران خان نیویارک ته تلو سره د عمومي اسمبلۍ غون??ه كښې كه لوئې څښتن ته م??ظور وي ستاسو مقدمه مخ په وړاندې بوځي۔ ده خواست وكړو چې ټول قام دې د تورې ورځې په م??قع بهر را??ځي۔ ده ووئيل زه د حج په اراده سعودي عربستان ته تلې ووم ولې كشمير لپاره بېرته راغلې يم۔ ده ووئيل د يو والي ورځې په م??قع ما دا پېغام وركول غوښتل او ددې پېغام وركولو له د مهاجر كمېپ نه غوره ځائې بل كوم كېدې نه شو۔ ده ووئيل تاسو دلته ځكه راغلې يۍ چې نړۍ د هندي ظلمونو څخه خبر كړې شۍ۔ د خپل خطاب په پايه كښې خارجه وزير د تكبير او رسالت نعرو نه ځانله نعرہ حېدری او د کشمیر بنے ګا پاکستان د جوش نه ډكې نعرې هم پورته كړې
د ټول پاكستان كلي كلي ٬ ښار ښار او هرې كوڅې څخه به دا غږ پورته كېږي ” کشمیر به جوړېږي پاكستان” د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د لوئې اختر په موقع د مظفر آباد كډوالو كېمپ كښې اولسي غونډې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : منی ٹرین 2