اسلام آباد ۔ 21 جنوری (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر وئيلي دي وزیر اعظم نواز شریف د پاکستان مرکزی جعفرافیائی حېثیت د معیشت پرمختګ لپاره په زړه پورې ډول كاروي۔ خبريالانو سره خبرو كښې ده ووئيل چې د 1990 ء لسيزې څخه د وزيراعظم محمد نواز شريف وژن ؤ چې د پاكستان معيشت په پياوړي ډول پرمختګ كولې شي۔ دې وژن ته عملي شكل وركولو له ده د 1990ء په لسيزه كښې د موټروے پروجېکټ پېل كړو۔ وفاقي وزير ووئيل محمد نوازشریف د خپل وژن ترمخه چې كوم پروجېكټ د 90 په لسيزه كښې پېل كړے ؤ هغه نن د سي پېك په شكل كښې رامخې ته شوې چې مېوې به ئې ډېر زر د نړۍ د اربونو په شمېر وګړو ته ورسي۔ نن د نړۍ مهم هېوادونه دې منصوبې سره تړون لرلو كښې خوښي لري۔ ده ووئيل 21 مه پېړۍ د آسيا پېړۍ ده په دې كښې به سوئيلي آسيا او په خاص توګه پاكستان ته خاص اهميت ترلاسه وي۔ ده ووئيل مونږ بايد خپل منځ كښې اختلافات ختم كړو او د پاكستان مضبوطيا له دې ځانګړې موقعې نه ګټه پورته كړو۔
وزیراعظم نواز شریف د پاکستان مرکزی جعرافیائی حېثیت د معیشت پرمختګ لپاره په زړه پورې ډول كاروي۔ وفاقی وزیر چوھدری محمدبرجیس طاهر
مضمون کا ماخذ : بک آف ڈیڈ