اسلام آباد 09 جون (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي د نوې ټېكنالوجۍ خپلولو په اړه په وخت فيصله سازۍ سره پاكستان په معاشي توګه قوي هېواد جوړېدے شي۔ده دا خبرې د زيارت په ورځ په ايوان صدر كښې د پېنډۍ چيمبر تر سيوري لاندې د ټېكنالوجي ايوارډز 2022 دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔صدر د یپنډۍ چيمبر د اقدام ستائنه وكړه او وې وئېل دا ايوارډ د آئي ټي پروفيشنلز او د آئي ټي د كمپنو د غوره كاركردګۍ اعتراف دے ۔دې سره به د دوي ډاډګيرنه وشي۔ده ووئيل د جديد آئي ټي٬ آرټيفيشل انټيلي جنس او سائبر ټېكنالوجيز او د تهري ډي پرنټنګ په خپل وظيفائي او كاروباري عمل كښې خپلولو سره به په پېداواري لګښت كښې كمے راشي٬د آپرېشن رفتار به ښه شي او غلطۍ به كمې كړی شي۔صدر مملكت د ډېټا اناليسس٬سائبر سېكورټي٬مصنوعي ذهانت او د آئي ټي په نورو څانګو كښې په موقعو رڼا اچولو سره ووئيل درېم صنعتي انقلاب د نړۍ صنعتي نكته نظر په مكمل توګه بدل كړے او څلورم صنعتي انقلاب د مصنوعي ذهانت٬په لويه پېمانه د ډېټا انتظام او په نړيوال سيمي كنډكټر ماركيټ كښې موقعې زياتې كړي كومې به چې تر 2030 يو ټريلين ډالرو ته ورسيلي ۔د دستورې په مهال صدر مملكت په مختلف كيټيګريز كښې كاميابو كسانو ته انعامات هم وركړل
د نوې ټېكنالوجۍ خپلولو په اړه په وخت فيصله سازۍ سره پاكستان په معاشي توګه قوي هېواد جوړېدے شي۔ډاكټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری کے انعامات