اسل??م آباد 09 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي حقيقي پرمختګ ټول د ځان سره د روانولو نوم دے، د دې مېوه د ټولنې لاندې طبقې ته رسول ضروري دي چې دغسې دوي په معاشي توګه بااختياره كړے شي. ده دا خبرې د زيارت په ورځ د تل پاتي پرمختګ پاليسي ادارې﴿ اېس ډي پي آئي﴾ تر سيوري لاندې د 24م پائيدار پرمختګ كانفرنس وروستې غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړې. د اېس ډي پي آئي لخوا جاري شوې خبرپاڼې له مخې وزيراعظم عمران خان وو??يل د مسلمانانو په وړومبې رياست كښې كوم چې په رښتينې معنٰی يو فلاحي رياست ؤ ، د غريبانو، يتيمانو او كونډو خيال ساتلے شو. ده وو??يل دغه رياست د پرمختګ يوه غوره نمونه وړاندې كړے كوم چې د نړۍ د يو غوره تهذيب بنياد اېېښودے. ده وو??يل هر يو قام كوم چې د مدينې رياست د نمونې تقليد وكړي، هغه به عروج ترلاسه كوي او د دې غوره مثال چين دے كوم چې په لنډه موده كښې 70 كروړه خلق د غربت نه خلاص كړي .ده ووئېل دغه مقصد په كمزورو طبقو په مصرف كولو او د ټول شموله پرمختګ د لارې ترلاسه كړے شوے. ده وو??يل د كورونا وبا په مهال مونږ د خلقو روزګار او معيشت د تباه كېدو نه بچ كړے. د دې څخه وړاندې كانفرنس ته د وزيراعظم د قامي سلامتيا سلاحكار ډاكټر معيد يوسف ??م وېنا وكړه. هغه وو??يل پاكستان په افغانستان كښې د انساني بحران د مخ نيوي وسائل نه لري او نړيواله مرسته ترلاسه كولو لپاره په افغانستان كښې د بېنكونو پكار نظام نشته. ده وو??يل پاكستان هر ډول مرسته افغانستان ته په رسولو كښې مرسته كولې شي. ده وو??يل مونږ د نورو كډوالو بوج نه شو زغملے. ده وو??يل په دې وخت كښې زمونږ په وړاندې تر ټولو لويه مسئله دا ده چې افغانستان څنګه د انساني بحران څخه وساتلے شي.
حقيقي پرمختګ ټول د ځان سره د روانولو نوم دے، د دې مېوه د ټولنې لاندې طبقې ته رسول ضروري دي. د وزيراعظم عمران خان د تل پاتي پرمختګ كانفرنس وروستې غونډې ته آن لائن وېنا
مضمون کا ماخذ : لیپریچون کی خوش قسمتی۔