اسلام آباد 14 جون (اے پي پي) د توان وفاقی وزیر انجینئر خرم دستګیر خان وئيلي دي چې د سمندری طوفان ل?? امله رامخې ته كيدون??ي صورتحال مخنيوي له په بشپړه ډول چمتو يو، د ایل ای?? جی سپلائی كښې خلل راغلې ، پاور پلانټس له د ګاز وركولو متبادل انتظام شوې دے،?? برېښنا بحالۍ لپاره د نورو كمپنیو څخه هم ډلي د حېسكو سيمو ته لېږلې شوي،مونږ هڅه كوو چې د ګرمۍ موسم كښې لوډ شیډنګ كم نه كم وكړې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ پرېس كنفرنس ته وينا كښې وكړه۔ده ووئيل د سمندری طوفان بپر جوائے له امله تر اوسه ?? برېښنا ترسیل كښې كوم خلل نه دې راغلې،ټھټھه بدین او نورو سيمو كښې د سيلۍ رفتار زيات دے كه فلائټ ترلاسه شو نو نن ماښام به پخپله سندھ ته ځم ۔خرم دستګیر ووئيل د پاور ډویژن سېكرټری سره نور درې سینئر افسران سندھ ته لېږې كېږي،د طوفان ل?? امله ځپلې كېدونكي سيمه د حیسكو په سيمه كښې ده، د طوفان اثراتو مخنيوي لپاره نورو كمپینو څخه ډلي لېږلې كېږي۔ده ووئيل لاهور ،ګوجرانواله فیصل آباد ملتان،او سكھر څخه به ډلي لېږلې شي،په 2 زره كسانو مشتمل ډله به ?? برېښنا ښه والي لپاره كار كوي،2 زره اهلكار لېږل يو قامی كاوش دې۔ ده ووئيل د سېلاب په مهال هم پاور ډویژن په ښه ډول كار كړې ؤ۔
د توان وفاقی وزیر انجینئر خرم دستګیر خان پرېس كنفرنس
مضمون کا ماخذ : sorteos dupla sena