پېنډۍ 23 اپرېل (اے پي پي) د جوائنټ چیفس آف سټاف کمیټۍ چیئرمېن جنرل ساحر شمشاد مرزا د نهې په ورځ په پېنډۍ چكلاله ګېرېژن كښې د عسكري ادارو 35 نوميالو سائنسمدارو او انجينئرانو ته د دوي د خدمات په اعتراف كښې سول اېوارډز وركړل ۔ دا اېوارډز د صدر مملكت لخوا وركړې شوې وٶ٬ په مجموعي توګه 35 كسانو كښې 7 افسرانو ته ستاره امتياز٬ 15 ته حسن كاركردګي اېوارډ او 13 افسرانو ته تمغه امتياز وركړے شول ۔ جنرل ساحر شمشاد مرزا اېوارډ ترلاسه كوٶنكي د “قام بې نومه اتلان ” ګرځولو سره د دوي د بې لوثه خدمات ستائنه وكړه چا چې د يو مضبوط پاكستان بنيادونه قوي كړي۔ ده ووئيل تاسو ټولو د قام بنيادونه قوي كولو كښې بې لوثه مرسته كړې ځكه مونږ ستاسو عمر له مننه كوٶ۔