اسلام آباد۔2جنوری (اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې په بهر هېواد??نو كښې مېشته پاكستانيان بايد د خپلو سيمو اولس سره نزدې او مضبوطې اړيكې وساتي، دوئي دې د خپلې پوهې ٬ تجربې او سرمايه كارۍ د لارې د خپلو د خپلو سيمو سماجي او اقتصادي حالات ښه كړي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ په برطانيه او امريكا كښې د مېشته پاكستانيانو پلاوي سره خبرو كښې وكړه۔ په پلاوي كښې لارډ قربان حسېن، لارډ واجد خان، عمران حسېن، یاسمین ډار، کامران حسېن، ارشد رچیال، راجا نجابت حسېن، مجید نذیر، امان مجید، حماس مجید، طاهره محمد، نواب الدین، سید علی کامران کرماني ٬شکور احمد، نقاش مشتاق دیوان، شیرباز منیر چوھدری، محفوظ اللہ، شرافت اللہ، ساجد خان، ندیم احمد خان، برېګېډیئر (ر) افتخار علی خان، افضل بټ او د خبیب فاؤنډېشن عهدیدار شامل وو۔ صدر پلاوي سره خپلو خبرو كښې ووئيل چې چې بهر هېواد??نو كښې مېشته پاكستانيان دې د خپلو سيمو خلقو سره تړون مضبوط وساتي۔ دوئي دې د خپلې پوهې ٬ تجربې او سرمايه كارۍ د لارې د خپلو سيمو سماجي او معاشي حالات پياوړې كړي۔ ده وئيل په بهر هېواد??نو كښې مېشته پاكستانيان دې د پاكستان تاثر ښه كولو له اقداماتوكړي۔ ډاكټر عارف علوي ووئيل دوئي دې په غېر قانوني توګه د هند قبضه كړې شوي جموں وكشمير كښې د بشري حق??نو خلاف ورزۍ او په اقليت??نو روانه ظلم زياتې نړۍ ته په ډاګه كړي۔ صدر ووئيل په ټوله نړۍ کښې مېشته پاکستانیان ??وه مهمه اثاثه ده۔ ده په تېرو څو میاشتو کښې د 7 لكهه نه د زياتو تعليم يافته او هنرمند كسانو بهر هېواد??نو ته د تللو په اړه د ميډيا په رپورټس د افسوس څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل سره ددې چې پاكستان سختو معاشي او مالي حالاتو سره مخ دې بياهم په دې قابو موندلې كېدې شي۔ صدر مملكت ووئيل پاكستان نزدې له 40 كل??نو څخه د 40 لكه افغان كډوالو د كوربتوب تاريخ لري٬ په يوكرېن كښې د روان جنګ د دلاسه بې كوره شويو كسانو سره د امتيازي سلوك پېښې رامخې ته شوي دي۔ د يوكرېن كډوالو ته د اروپائي ائتلاف هېوادونه هركلې وائي خو د نړۍ د نورو برخو څخه راتلونكي كډوال دغه هېواد??نو څخه ويستلې شي يا د سمندر چپتو ته سپارلې شي۔ ده ووئيل د ملګرو ملت??نو د جوړېدو بنيادي مقصد په نړۍ كښې شخړې ختمول وو خو د بده مرغه شخړې په اروپا كښې ختمې شوې خو د نړۍ په نورو او په خاص توګه اسلامي هېواد??نو كښې دا كمې نه شوې۔ ده ووئيل ملګرو ملت??نو په سوریه، لیبیا، افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کښې د جګړو او شخړو مخه و نه نيولې شوه۔ دا جنګونه د پرمختګ كړې نړۍ د ځانګړو مقصد??نو ترلاسه كولو لپاره د ناسمو معلوماتو او جعلي خبر??نو خپرولو سره شوې دي۔صدر مملكت ووئيل د كشمير مسئله تر ټولو پخوانۍ ده ٬ تر دې دمه د ملګرو ملت??نو د سلامتي كونسل يو شمېر قرارداد??نو عملي كېدو ته سترګې په لار يؤ۔ صدر مملكت ووئيل په ه??د كښې انتها خوښي بام ته رسېدلې ده٬ هندوتوا څخه اثر اخستونكې هندو آبادي د هېواد د ټولو مذهبي يا نسلي اقليت??نو په ضد ودرولې شي٬ په ه??دوستان كښې اقليت??نو سره د هغوي د مذهب په بنيادي امتيازي سلوك كولې شي۔ ده ووئيل د سمندرې پورې پاكستانيانو فرض دي چې هغه د هندي ځواك??نو لخوا په بې ګناه كشميري اولس روان ظلم او زياتې په ډاګه كړي۔
بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيان دې د خپلې پوهې او سرمايه كارۍ د لارې د خپلو سيمو حالات پياوړې كړي۔ د صدر مملكت پلاوي سره خبرې
Mermaid Fortune APP game download
مضمون کا ماخذ : پاور بال آن لائن خریداری