اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د اسلام آباد سيكټر آئي 10 فور كښې د ځانمرګي بريد سخته غندنه كولو سره د پېښي رپورټ غوښتلې دې۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډياونګ ?? اړخه جاري شوې بيان كښې وزيراعظم د اسلام آباد پوليس شهيد هيډ كانسټيبل عديل حسين ته پيرزوئينې وړاندې كولو سره وئيلي چې پوليس اهلكارو د خپلي ويني قرباني وركولو سره د ترهه ګرو لاره نيولي ده، قام خپل بهادر?? ته سلام كوي۔ وزيراعظم ??وئ??ل ټول قام په ګډه د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره جنګ ??وان ساتلې دې۔ وزيراعظم په پېښه كښې د ژوبل كسانو ??ره د يووالي څرګندونه كړې ده او د ژوبل كسانو ښه طبي آسانيو لپاره ئې سپارښتنه كړې ده۔ وزيراعظم ??وئ??ل الحمدلله! قانون نافذ كونكو ادارو په وخت كارروائي كولو سره د بے ګنا ويني بهاولو لويه او ناوړه منصوبه ناكام كړې ده،اولس دې د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره د خپل فورسز سره بشپړه مرسته وكړي۔ وزيراعظم شهيد پوليس اهلكار له د شهداﺀ پيكج وركولو او اسلام آباد آئي جي ډاكټر اكبر ناصر خان ته غيرمعمولي بهادرۍ مظاهره كونكي اهلكارو له د انعام او تعريفي اسناد وركولو سپارښتنه كړې ده۔وزيراعظم د شهيد عديل حسېن لوړو درجو او د ژوبل كسانو ??ر روغتيا له دعا اوكړه۔
وزيراعظم شهباز شريف د اسلام آباد سيكټر آئي 10 فور كښې د ځانمرګي بريد رپورټ وغوښتلو، شهيد هيډ كانسټيبل ته ئې پيرزوئنې وړاندې كړي
Phoenix Rebellion APP game website
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی چانسز