اسلام آباد۔24 اکتوبر(اے پی پی) خارجه وزارت په كينيا كښې د نوموړي خبريال ا?? اېنكر پرسن ارشد شريف په ناڅاپي مرګ د غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره غمجنې كورنۍ سره غمرازي كړې۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د ګل په ورځ د جاري شوي بيا?? له مخې په كېنيا كښې د پاكستان هائي كمشنرې ته د اكتوبر په 24 مه نېټه سهار د ارشد شريف د مرګ ابتدائي رپورټ ترلاسه شو۔ د بيا?? له مخې هائي كمشنرې پوليس چارواكو او د خارجه وزارت پشمول د نورو اړوندو څانګو اع??ی چارواكو سره تماس ونيولو او د دې خبر تصديق له د كينيا د دوهم صدر دفتر سره هم رابطه وكړې شوه۔ بيان كښې دا هم وئيلي شوي چې کېنیائی نژاد پاکستاني وګړ?? هم متحرك كړے شول ۔ مشن ته ووئيلې شول چې مړے د نېروبي په چيرومو فيونرل هاؤس كښې پروت دے۔ د بيا?? له مخې هائي كمشنره د مشن چارواكو سره دغلته ورسېده او هغې د ارشد شريف د مړي شناخت وكړو۔ لنډ مهاله خارجه سېكتر د ارشد شريف كورنۍ سره ملاقات او د افسوس وړ دې خبر تصديق كولو سره د خارجه وزير بلاول بھټو زرداري او د خارجه چارو وزير مملكت حنا رباني كھر لخوا هغوي سره د زړه له كومي غمرازي وكړه ۔ د ارواښاد كورنۍ ته د خارجه وزارت لخوا د هر ډول ممكنه مرستې باور هم وركړے شوے۔ د بيا?? له مخې د پوليس رپورټ پشمول د لا كارروائۍ انتظار دے۔ بلخوا هائي كمېشن به ځائي چارواكو سره په ګډه د ارشد شريف مړے زر زره هېواد ته رارسولو له به مرسته كوي
د خارجه وزارت د ارشد شريف په ناڅاپي مرګ د غم دړد څرګندونه وكړه
First Person Lightning Blackjack Online Betting
مضمون کا ماخذ : apostas lotomania