اس??ام آباد۔20دسمبر(اے پی پی) د وزیراعظم د ??وس??ياتي بدلون کوآرډینېټر رومینه خورشید عالم وئيلي دي چې پاكستان د ??وس??ياتي بحران فوري او همت سره د مقابلې كولو عزم لري٬ پاکستان د نړيوال كاربن يوازې يو فيصد اخراج كوي او ??وس??ياتي بدلون څخه تر ټولو زيات ځپلې كېدونكو هېوادونو كښې په 5م لمبر دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د جمعې په ورځ دلته د تلپاتي پرمختګ هدفونو په اړه قامي غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ دې ووئيل د هېواد بېلې سماجي اقتصادي څانګې ګلوبل وارمنګ سره مخ دي په دې كښې د كركيلې ٬ توان ٬ اوبو ٬ روغتيا او زده كړو څانګې شامل دي۔ دې ووئيل اوږده اوسخته اوچكالي او سېلاب د كركيله څانګې ته زيان رسوي۔ هېواد ته د كال 2022 تباهي خپرونكي سېلاب د لاسه 30 اربه څخه د زياتو ډالرو زيان وشو٬ پاكستان د افراط زر په څير اقتصادي چېلنجونو سره مخ دے۔ دې ووئيل تر كال 2030 ??وس??یاتی فنانس كښې 348 ارب ډالر ته اړتيا ده۔ دې ووئيل محدود بجټ او تكنيكي وسائل كارولو سره مونږ مهم پېشرفت كړے دے او مونږ د ??وس??ياتي بحران فوري او همت سره د مقابلې كولو عزم لرؤ۔ دې د پاکستان کلائمېټ چېنج اتھارټی جوړولو ذكر هم وكړو كومه چې د ماحولياتي چېلنجونو په فعاله توګه د مخنيوي صلاحيت مضبوطوي۔ دې ووئيل پاكستان د ??وس??ياتي بحران فوري او همت سره د مقابلې كولو عزم لري او مونږ ټولو لپاره د يو تلپاتي او روښانه سباؤن لپاره كار كوو۔
د وزيراعظم د موسمياتي بدلون كوآرډينېټر رومینه خورشید عالم د تلپاتي پرمختګ هدفونو په اړه قامي غونډې ته وېنا
R88 इलेक्ट्रॉनिक विश्वसनीयता मनोरंजन वेबसाइट
مضمون کا ماخذ : ڈریگن کی قسمت