اسلام آباد۔18نومبر (اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اېم اورنګزېب د آسيائي پرمختيائي بانك لخوا پ??كستان سره مالي او تكنيكي مرسته خوشبينه ګرځولې ده۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ د آسيائي پرمختيائي بانك پلاو?? سره ملاقات كښې وكړه۔ د پلاوي مشري د ېشين ډوېلپمنټ بانك مشر ډائرېكټر طارق اېچ نيازي كوله۔ د ملاقات په مهال طارق اېچ نيازي د خزانې وزير د آسيائي پرمختيائي بانك لخوا د اولسي څانګې انتظام او د حكمرانۍ په اسلوب كښې بهترۍ لپاره د پورته كېدونكو ګامونو په اړه خبر كړو۔ ده ووئيل د اقدامات مقصد كلي معيشت او مالياتي انتظام ښه كول دي۔ ده ووئيل بانك پرمختګ كوؤنكو غړو هېوادونو س??ه د پالېسۍ او اداره جاتي صلاحيتونو ښه كولو كښې مرسته كوي۔ ده ووئيل د آسيائي پرمختيائي بانك تر انتظام لاندې په پاكستان كښې د اقتصادي اصلاحات او سماجي او اقتصادي پرمختګ په منصوبو غور روان دے۔ په دې منصوبو كښې په خاص توګه پالیسی ??و انتظامی اصلاحات، د اېف بی آر ډیجیټلائزېشن، اولسي او نجي همكارۍ ، موسمیاتی بدلون ، د بې وزلۍ ختمولو له مرسته او پنشن اصلاحات له تكنيكي مرسته شامله ده۔ د خزانې وزير د بانك لخوا پ??كستان سره د مالي او تكنيكي مرستې ستائنه كولو س??ه ووئيل د بانك د مرستې څانګې د پاكستان د پرمختګ ضرورت سره همغږي لري۔ ده د بانك لخوا موسمياتي لچك ښه كولو او د حكومت او پنشن اصلاحات ايجنډې ښه كولو كښې مرسته خوشبينه وګرځوله
د آېشين ډوېلپمنټ بانك لخوا پاكستان سره مالي او تكنيكي مرسته خوشبينه ده ٬ د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب بانك پلاوي سره ملاقات كښې خبرې
पासा उच्च और निम्न अखंडता मनोरंजन एपीपी
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا جیک پاٹ