اسلام آباد۔9 مئی (اے پی پی) د صنعت او پېداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وئيلي دي حكومت به د جوس انډسټري مسئلو حل كولو كښې كردار ترسره كړي٬ حكومت جوس انډسټري سره هره ممكن مرستې كولو ل?? چمتؤ دے۔ د صنعت او پېداوار وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د فروټ جوس كونسل پل??وي سره خبرو كښې وكړه كوم ??ې د زيارت په ورځ ده سره ملاقات كولو۔ د ملاقات په مهال په پل??وي كښې د نېسلے، شیزان، ټیټرا پېک، پېپسی کو، حليب فوډز، او پاپولر ګروپ استازي شامل و??۔ پل??وي وفاقي وزير ته د جوس انډسټري په اړه بشپړ بريفنګ وركړو۔ د كونسل پل??وي ووئيل په ټېكسونو كښې د اوسنۍ اضافې د لاسه د جوس په خرڅون كښې 40 فيصده كمے راغلے۔ حکومت دې د جوس انډسټري مسئلو حل كولو ل?? مرسته وكړي۔ رانا تنویر حسېن ووئيل حكومت به د جوس انډسټري مسئلو حل كولو ل?? كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل كونسل دې د مسئلو حل كولو ل?? وړاندېزونه راكړي۔ ده ووئيل په پېښو چېلنجونو قابو موندلو ل?? دې سفارشات هم وړاندې كړے شي٬ دغسې حكومت د جوس انډسټري هر ډول مرسته كولو ل?? چمتؤ دے
حكومت به د جوس انډسټري مسائل حل كولو له كردار ترسره كوي٬ د صنعت او پيداوار وفاقي وزير پلاوي سره خبرې
Plush Crazy Entertainment official entrance
مضمون کا ماخذ : کنگ میکر