اسلام آباد۔5ستمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير مرتضی سولنګي د پاكستان او ايران ترمينځه د ميډيا په څانګو كښې ??رستې او معاشي اړيكو ته د لا ودې وركولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي چې پاكستان ايران سره د ورورولۍ خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري٬ دواړه هېوادونه يو بل سره په ژورو مذهبي ٬ كلتوري او لساني خپلولو تړلې دي٬ د شاعر مشرق علامه اقبال او شاعر هفت زبان سچل سرمست كلام ته وده وركولو له د دواړو هېوادونو ترمينځه همكارۍ ته اړتيا ده٬ د نګران حكومت بنيادي مېنډېټ د ټاكنو په عمل كښې ??رسته كول او د دې نګراني كول دي٬ سوليزې ټاكنې كول زمونږ ترجيح ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ ملاقات لپاره راغلي پاكستان كښې د ايران سفير رضا اميري مغدام سره خبرو كښې ??كړه۔ دواړو د شريكې خوښې ??ه چارو ٬ دوه اړخيزه اړيكو او د ميډيا په څانګه كښې ??مكارۍ ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په دې موقعه د دواړو هېوادونو ترمينځه د اقتصادی، تجارتی، كلتوري ، سېلګرۍ او د اولسي كچې تړون په شمول په بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې په مستحكمولو او دې ته په پراختيا وركولو موافقت وش??۔ د ایران سفیر مرتضیٰ سولنګی ته د اطلاعاتو نګران وفاقي وزير په حېث د ذمه وارو په سنبالولو مباركي وركړه۔ په دې موقعه خپلو خبرو كښې ده ووئيل ايران پاكستان سره د ورورولۍ خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔ دواړه هېوادونه يو بل سره په ژورو مذهبي ٬ كلتوري او لساني خپلولو تړلي دي۔ په ملاقات كښی ايران سره د ميډيا او كلتوري پلاويو په تبادلو هم موافقت وشو۔ نګران وفلاقي وزير د دواړو هېوادونو ترمينځه د ميډيا په څانګو كښې ??مكارۍ ته د ودې په وركولو زور راوړو۔ په دې موقعه د ايران سفير ووئيل شاعر مشرق علامه اقبال ته په ايران كښې د قومي شاعر مقام ترلاسه دے۔ ايراني وګړي د برصغير عظيم شاعر علامه اقبال ته د قدر په سترګه ګوري۔ نګران وفاقي وزير ووئيل ايران سره په ګډه به په علامه اقبال فلم جوړولے شي۔ ده ووئيل د علامه اقبال او سچل سرمست په فارسي كلام كښی زيات مماثلت دے۔ د دواړو ادبي كلام ته وده وركولو له د دواړو هېوادونو ترمينځه همكاري زياته ضرور?? ده۔ اکادمی ادبیات پاکستان او خانه فرهنګ ایران په دې لړ كښې ??هم كردار ترسره كولې شي۔ ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د ميډيا په څانګو كښی په مرسته هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وفاقي وزير ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د ميډيا په څانګو كښې ??مكاري ضرور?? ده ٬ د اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان او د اسلامك ري پبلك نيوز ايجنسي (ارنا) ترمينځه د تفاهم يادښت وړاندې لاس ليك شوے دے او د ټي وي ٬ ادبی او لسانی ادارو ترمينځه همكاري زياتولو له په يو شمېر لوظنامو بحث روان دے۔ نګران وفاقي وزير ايرانې سفير پاسكتان كښې د ټول ټاكنو حوالې سره اقداماتو څخه خبر كړ??۔ ده ووئيل د نګران حكومت بنيادي مېنډېټ په د ټاكنو په عمل كښې ??رسته او د دې نګراني كول دي۔ سولييزې ټاكنې زمونږ ترجيح ده۔ په دې موقعه ايراني سفير د پاكستان د قانون او آئين لمخې د آزادو او بې پرې ټاكنو له د خپل ملاتړ پخلے وكړ??۔ ده په سيمه ايزه مرسته كښې د نګران و??ير د خوښۍ لرلو ستائنه وكړه۔
د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير مرتضی سولنګي سره په پاكستان كښې د ايران سفير رضا اميري مغدام ملاقات ٬ د دواړو هېوادونو ترمينځه د اقتصادی، تجارتی، كلتوري او اولسي كچې تړون په شمول په بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې په مستحكمولو او پراخا كولو موافقت
Instant messaging sports entertainment platform entrance
مضمون کا ماخذ : موبائل سے لاٹری کھیلیں