اسلام آباد۔26جولائی(اے پی پی) داخله وزير رانا ثناﺀ الله خان وئيلي دي چې د وګړو د ځان او مال تحفظ باوري كولو نه غېر كوم رياست مخ په وړاندې تللے نه شي٬ ټول امنيتي ځواكونه خپله وظيفه په زړه پورې ډول ترسره كوي٬ په دوئي كښې پو??يس د فرنټ لائن كردار لري۔ په يو كال كښې مو د پو??يس د تنخاګانو ٬ مراعات او شهداﺀ پېكج په شمول ټولې غوښتنې ترسره كړي دي۔ ده د شورؤ په ورځ د اسلام آباد پو??يس 38م کانسټېبل پاسنګ آؤټ پرېډ ته خطاب كولو۔ د اسلام آباد پو??يس آئي جي په شمول د وفاقي پو??يس نورو چارواكو هم دې دستوره كښې ګډون وكړو۔ وفاقی وزیر په دې موقعه د وفاقي پو??يس د ځوانانو د پرېډ معائنه هم وكړه۔ په خپل خطاب كښې داخله وزير رانا ثناﺀ الله خان ووئيل په دې بېج كښې شامل ځوانان د ګرد هېواد بېلو برخو څخه د اهليت او قابليت په بنياد بھرتي كړ?? شوي دي۔ د مېرمنو په شمول دا 1751 پو??یس ځوانان به خپلې ذمه وارۍ په زړه پورې ډول ترسره كوي۔ پو??يس افسران او ځوانان دې تل د خپل سوګند خيال وساتي۔ ده ووئيل پو??يس ځوانان او افسران د هېواد او اولس حفاظت لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركولو سره د شهادت درناوې ترلاسه ك??ي۔ ده ووئيل د رياست بنياد?? ذمه واري د وګړو د ځان او مال تحفظ باوري كول دي۔ ده ووئيل د وګړو د ځان او مال تحفظ باوري كولو نه غېر كوم رياست مخ په وړاندې تللے نه شي۔ ده ووئيل د پو??يس څانګې چې كومې غوښتنې وې ??غه مو ترسره كړي دي۔ ده ووئيل اسلام آباد سټی او اسلام آباد پو??يس مو ماډل جوړ كړ?? دے۔ ده ووئيل اسلام آباد پو??یس روغتون له مو 5 اربه روپۍ بېلې كړ?? دي۔ دغسې د اسلام آباد پو??يس ماشومانو زده كړو له مو هم ګامونه پورته كړ?? دي۔ ده ووئيل د اسلام آباد امن د ګرد هېواد امن نمائندګي ك??ي۔ ده زياته كړه چې په اسلام آباد كښې په هر ډول جرمونو بايد قابو وموندلے شي۔
د وګړو د ځان او مال تحفظ باوري كولو نه غېر كوم رياست مخ په وړاندې تللے نه شي ٬ د داخله وزير د اسلام آباد پوليس پاسنګ آؤټ پرېډ ته خطاب
Hawaii Tiki Online Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : گنہر نا لوٹیریا