APP31-180723
ISLAMABAD: July 18 - Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif addressing during the ceremony of the launching of Prime Minister's Initiative for Sports. APP/MAF/ZID
اسلام آباد۔18جولائی (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي په خصوصي اقتصادي زونزو كښې ?? سعودي عربستان او قطر په شمول د نورو ملګرو هېوادونو سرمايه كار بېلو صنعتي څانګو كښې ??رمايه كارۍ څخه ګټه پورته كولې شي٬ په هېواد كښې ?? زرمبادله پنګې 14 اربه ډالره ته رسېدلې دي٬ مونږ له به يو موټې كېدو سره ميثاق معيشت كولو سره په دې د عمل كولو لوظ كول وي۔ د كال 2015 نه تر كال 2018 د سي پېك لاندې د 30 اربه ډالرو سرمايه كاري پاكستان ته راغله٬ د تېرو 4 كلونو په مهال د سي پېك لاندې منصوبې كنګل وساتلې شوې٬ په ختيز كښې ??پل ګاونډي هېواد ته به په معاشي مېدان كښې ماتې وركړؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اسلام آباد ماډل خصوصي اقتصادي زون د بنياد تيګه اېښودو دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د هېواد د زرمبادلې پنګې 14 اربه ډالرو ته رسېدلې دي٬ د مرسته كوؤنكو ملګرو هېوادونو مننه كوؤ٬ د قرضه راكوؤنكو هېوادونو مشرانو ته وايؤ چې پاكستان كښې ?? كركيلې ٬ آئي ټي او معدنياتو په څانګو كښې ??رمايه وكړي او په اربونه ډالره وګټي٬ دې سره به پاكستان هم سوكاله شي۔ ده ووئيل په خصوصي اقتصادي زونزو كښې ?? سعودي عربستان او قطر په شمول د نورو ملګرو هېوادونو سرمايه كار بېلو صنعتي څانګو كښې ??رمايه كارۍ څخه ګټه پورته كولې شي۔ ده ووئيل د صنعتونو پرمختګ سره به هېواد پرمختګ وكړي۔ ده ووئيل په ختيز كښې ګاونډي هېواد ته به په معاشي مېدان كښې ماتې وركړؤ۔ ده ووئيل د قرضونو څخه نجات ترلاسه كولو سره به هېواد پرمختګ وكړي۔ ده ووئيل د دې منصوبې په پېل اولس ته مباركي وركوم بياهم افسوس سره دا وايم چې 5 كاله تاخير سره په دې من??وب?? كار پېل كولے شي۔ ده ووئيل د سي پېك لاندې په ګرد هېواد كښې ??قتصادي زونزو جوړولے شي٬ دا دغې لړۍ يو كړۍ ده۔ په کراچۍ كښې ??ھابیجی اقتصادی زون او په خېبر پښتونخوا كښې ??شکئی كښې ??قتصادي زون بشپړ كېدونكے دے۔ په پنجاب او بلوچستان كښې ??ې لپاره ځايونه په نښه كړې شوي دي۔ ده ووئيل د سي پېك لاندې من??وب?? پېل د نواز شريف هڅه وه۔ ده ووئيل د كال 2015ء څخه تر 2018ء په مهال د سي پېك لاندې پاكستان ته د 30 اربه ډالرو سرمايه كاري راغله په دې كښې ?? برېښا ٬ اورېنج ټرېن ٬ سړكونو او آبي من??وب?? په شمول نورې مهمې منصوبې شاملې وې كومې چې په تېر حكومت كښې كنګل كړې شوې۔ د پاك چين اړيكو نفي كولو هڅې وكړې شي۔ ده ووئيل تېر كال سېلاب په هېواد كښې ??باهي خپره كړه۔ مونږ د قدرټي آفت مخنيوي له شپه او ورځ كار وكړو۔ وفاقی حکومت د بې نظير انكم سپورټ پروګرام او اېن ډي اېم اے د لارې سېلاب ځپليو سيمو كښې 100 اربه روپۍ وو??شلې٬ ??وب?? هم خپلو وسائلو څخه په اربونو روپو مصرف كړې۔ ملګرو هېوادونو هم دغه مهال مونږ سره مرسته وكړه۔ ده وئيل د تېلو په برآمد كولو 27 اربه ډالر مصرف كړې شول۔ ده ووئيل آئي اېم اېف سره د خزانې وزير او د خارجه وزير د هڅو په نتيجه كښې لوظنامه كولو كښې كاميابي ترلاسه شوه٬ د هېواد د دېواليه كېدو خطره ختمه شوې٬ د هېواد په معاشي نظام كښې ??صلاحات ضروري دي۔ ده ووئيل د ستونزو او چېلنجز باوجود هېواد د پرمختګ په لاره روانولو له ټولې ممكنه هڅې كوؤ۔ ده ووئيل مونږ له به يو موټې كېدو سره ميثاق معيشت كول وي او په دې به پرله پسې عمل كول وي۔ ده وئيل 22 كروړه اولس ته به ترجيح وركول وي۔ ده ووئيل مونږ له به د تېر وخت تېروتنو څخه زده كړه كول وي۔ په دې موقعه وزیراعظم د اسلام آباد ماډل خصوصی اقتصادی زون د بنياد تيګه كېښوده۔ د فاقی وزیرانو احسن اقبال، مخدوم سید مرتضی محمود او اعظم نذیر تارړ په شمول نور پارليماني غړي هم په دې موقعه موجود وو