اسلام آباد۔4اپریل(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د سګرېټو په صنعت كښې د ټېكس غلا مخنيوي لپاره په فوري توګه د ګامونو پورته كولو او په راتلونكو دوه اونيو كښې د هېواد په ټولو سګرېټ كارخانو كښې د ټرېك اېنډ ټريس سسټم لګول باوري كولو هدايت كړے دے۔ د وزيراعظم آفس د ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د نهې په ورځ په هېواد كښې د سګرېټو صنعت كښې د آټومېتك ټرېك اېنډ ټريس سسټم نصبولو، د پوائنټ آف سیلز او په مجموعي توګه د ټېكس حجم زياتولو حوالې سره د جاج اخستو غونډه وشوه۔غونډې ته په خپله وینا کښې وزیراعظم د قانون نافذونکو ادارو ته هدایت وکړو چې د سګرېټو غېر قانوني خرڅولو او قاچاق مخنيوي كښې دې د اېف بي آر هر ډول ممكنه مرسته وكړې شي۔ ده د هېواد په ټولو لويو څانګو كښې د آټوماتېك ټرېك اېنډ ټريس سېسټم نصبول باوري كولو او د ټېكس محصولاتو زياتولو له د يوې بشپړه تګلارې تيارولو هدايت هم وكړو۔ وزيراعظم امر وكړو چې په بارډر كراسنګ دې د ښه شهرت لرونكو افسرانو ټېنور پوسټنګ وكړے شي۔ ده پوښتنه وكړه چې په ټولو شوګرملونو خود كار ټرېك اېنډ ټرېس سسټم ولے نه دے لګولے شوے٬ ده د ذمه وارو تعين كولو سره د پلټنيو رپور وړاندې كولو هدايت وكړو۔ ده ووئيل ټېكس غلا كوؤنكي عناصر دې خپل انجام سره مخامخ كړے شي۔ ده هدايت وكړو چې د ټېكس جمع كولو حوالې سره دې قانوني او عدالتي كارروائي لا ګړندۍ كړې شي۔ غونډه كښې وزيراعظم ته ووئيلې شؤ چې دا مهال په هېواد كښې په زياترو فېكټرو ټرېک اېنډ ټریس سسټم لګولې شوې دې او په پاتې كارخانو د دې لګولو عمل روان دے۔ غونډه د اېف بي آر لخوا په غېر قانوني توګه د سګرېټ خرڅولو او د دې قاچاق مخنيوي له د پورته كړی ګامونو څخه خبر كړې شوه۔ غونډې ته ووئيلې شؤ چې اېف بي آر 7 لكه نوې ټېكس ادا كوؤنكي په خپل ټېكس نېټ كښې راوستلې دي۔ په غونډه كښې وفاقی وزيرانو اسحاق ډار، رانا ثناء اللہ خان، مخدوم مرتضیٰ محمود، اعظم نذیر تارړ، خاص مرستيالانو او اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔
د وزيراعظم په مشرۍ كښې د سګريټ په صنعت كښې د اتوميتك ټريك اينډ ټريس سسټم لګولو ٬ پوائنټ آف سيلز او په مجموعي توګه د ټيكس حجم زياتولو جاج اخستو غونډه
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا سانتا کیٹرینا