اسلام آباد 25 دسمبر(اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې د قائداعظم محمد علي جناح پاكستان تر ټولو عظيم جوړولو لپاره به مونږ ته د هغه په ښودل شويو زرينو اصولو عمل كول وي كوم چې د نيمې وچې د مسلمانانو آزادې او د جلا وطن قيام لپاره ډېرې هڅې كړې دي او د خپلو صلاحيتونو، عزم او غېر معمولي كردار په سبب ئې د پاكستان خواب په حقيقت بدل كړے. د قائداعظم محمد علي جناح د زېږون د 145مې ورځې په موقع په خپل پېغام كښې صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ووئيل چې په اوسنيو چېلنجونو قابو موندلو لپاره به مونږ ته د قائداعظم په زرينو اصولو عمل كول وي. د پاكستان پرمختګ او خوشحالې لپاره به مونږ ته نظم وضبط، ورورولې او خوارې سره كار كول وي. ده ووئيل چې د پاكستان پرمختګ لپاره به د ټولنې ټولو طبقو، قومونو، اقليتونو او هر يو تن ته په ګډه كار كول وي.ده ووئيل چې د هېواد خوشحالې لپاره به د ټولنې د نظرانداز شويو طبقو خېر ښېګړې ته وړومبې ترجيح وركول وي. صدر مملكت ووئيل چې په دې ورځ د دې عزم پخلې كوو چې پاكستان به يو عظيم او قوي هېواد جوړوو، ټول قوم محسن پاكستان قائداعظم محمد علي جناح ته پېرزوينه وړاندې كوي.
په اوسنيو چېلنجونو قابو موندلو لپاره به مونږ ته د قائداعظم په زرينو اصولو عمل كول وي. صدر مملكت ډاكټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : اولمپس کے خدا