اسلام آباد 14ستمبر (اے پي پي) د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئېلي دي خپلواكه او سپيځلو ټاكنو لپاره د اليكټرانك ووټنګ مشين كار??لو ته اړتيا ده٬د پرمختللي هېواد خوب په انتخابي نظام كښې د جديد ټېكنالوجي نه بغېر نه شي پوره كېدے٬اپوزېشن د سياسي اصلاحات لپاره سنجيده نه دے۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د نهې په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل د اليكټرانك ووټنګ مشين د لارې امن ناكه او سپيځلې ټاكنې انتخابي نظام ښه ك??لو له مهمې دي ٬حكومت انفارمېشن ټېكنالوجي او جديد علم ته وده ورك??لو له په كوټلي پروګرام عمل كوي۔ده ووئيل انتخابي نظام ښه ك??لو له د ټېكنالوجي كارول د وخت ضرورت دے۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د اليكټرانك ووټنګ مشين عمل ته حتمي شكل ورك??لو څخه وړاندې حكومت بيا بيا د ټول سټيك هولډرز پشمول د اپوزېشن او الېكشن كمېشن آف پاكستان څخه وړاندېزونه غوښتي
خپلواكه او سپيځلو ټاكنو لپاره د اليكټرانك ووټنګ مشين كارولو ته اړتيا ده٬د پرمختللي هېواد خوب په انتخابي نظام كښې د جديد ټېكنالوجي نه بغېر نه شي پورا كېدے۔د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز
مضمون کا ماخذ : کنگ کانگ روش