اسلام آباد۔24مارچ(اے پی پی) صدر ??مل??ت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې د منظمو او پېشه ورو وسله والو ځواكونو په شتون كښې څوك پاكستان ته په كږه سترګه كتلې نه شي٬ د ??و قوم مضبوطيا لپاره دا ضروري ده چې پوځ مضبوط پاتې شي٬ په نړۍ كښې كه چا د ترهګرۍ مقابلې كړې نو هغه د پ??كستان پوځ دې٬ د 23 مارچ په زړه پوري پرېډ زما سر فخر سره پورته كړې دې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ په اسلام آباد كښې د پ??كستان ورځې پرېډ منتظمينو ته د انعامونو وركولو دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ صدر ??مل??ت ووئيل چې پاكستان د خپل مضبوط پوځ له امله مضبوط او مستحكم دے ٬ پاكستان ټول عمري د سختو حالاتو نه كاميابۍ ??ره وتلې دې او د دشمن سازشونه يۍ ناكامه كړې دي۔ ډاكټر عارف علوي ووئيل زمونږ پوځ كاميابۍ ??ره د ترهګرۍ مقابله كړی٬ په دې جنګ كښې وركړې شوې د دوئي قربانۍ به ټول عمري له يادې ساتلې شي۔ ده ووئيل پاكستان اتومي صلاحيت خپلې دفاع لپاره ترلاسه كړې او د كوم هم چېلنج مقابلې كولو صلاحيت لري۔ ده ووئيل زمونږ قوم ته څوك زيان رسولې نه شي٬ هند ته هم زمون?? د ??اقت اندازه ده۔ ده ووئيل زمون?? د ??ولييز او اصول پسند غږ به په نړۍ اثر وي۔ ده ووئيل د نړۍ ټېكنالوجي كه هر څومره سوا كېږي پاكستان يۍ د مقابلې كولو صلاحيت لري۔ صدر ??مل??ت د كشمير مسئلې ذكر كولو سره ووئيل ملګري ملتونو د اوږدې مودې دې مسئلې حل كولو كښې تاخير كوي۔ دې نه وړاندې صدر ??مل??ت ډاكټر عارف علوي د 23 مارچ پاكستان ورځې پرېډ منتظيمنو ته انعامونه وركړل۔ دستوره كښې د وسله والو ځواكونو مشرانو او نورو اړوندو چارواكو ګډون كولو۔
د منظمو او پېشه ورو وسله والو ځواكونو په شتون كښې څوک پاکستان ته په كږه سترګه كتلې نه شي۔ د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د پاكستان ورځې پرېډ منتظيمنو ته د انعامونو وركولو دستورې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : میگا مولا۔