اسلام آباد 08 مئي (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بھټو زرداري، د چين سټيټ کونسلر او خارجه وزير چن ګېنګ او د افغانستان لنډ مهاله خارجه وزير مولوي امير خان متقي د مئي په شپږمه نيټه په اسلام آباد كښې د چين٬ پاكستان او افغانستان د خارجه وزيرانو د پنځم پراؤ په خبرو اترو كښې ګډون كړے۔ د خارجه دفتر وياند له مخئ د غونډې نه پس په مشتركه بيان كښې وئيلي شوي يو سوله ايز٬ مستحکم او خوشحال افغانستان د منطقې په ګټھڅ كښې دے ٬ د دې مقصد ودې لپاره د درې اړخيزه مرستې په اهميت زور رواړلے شوے۔ دريو واړو ډلو په شريك احترام٬ مشاورت او د شريكې ګټې په اصولو آډانه سلامتيا، پرمختګ او په سياسي څانګو كښې خپلې مرستې ته د لا پراختيا وركولو له د عزم څرګندونه كړې۔ ډلو د سلامتيا چېلنجونو د مخنيوي په ضرورت زور رواړو كوم چې سيمه ايز او نړيوالې سلامتيا لپاره يو سنګين خطر دے او كوم چې د بشپړه منطقې په استحكام او اقتصادي سوكالۍ نېغ په نېغه اثر پرېباسي٬ ډلو د امنيت، منظمو جرائمو، نشه اي توكو قاچاق كښې همكارۍ او په مرسته هم اتفاق وكړو او نړيوالې ورورولۍ څخه ئې د دوه اړخيزه او ګڼ اړخيزه مرستې قوي كولو په لړ كښئ ضروري سامان، آلات او په تکنيکي مرسته تر لاسه كولو اتفاق وكړو۔ دريو واړو ډلو د تحريك طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، ايسټرن ترکستان اسلامک موومنټ پشمول يو كس ٬ ډلې او ګوند ته د ترهګرۍ د كاروائيو او هڅو كولو، سيمه ايزې سلامتيا ته د زيان رسولو او خپله خاوره د نه كارېدو په ضرورت زور رواړو٬ دوي د افغانستان په كورنيو چارو كښې د لاس وهنې نه د لرې پاتې كېدو او افغان امن استحکام او بيا رغونې ته د ودې وركولو په ضرورت هم زور رواړو۔ خارجه وزيرانو په افغانستان كښې د اقتصادي هلو ځلو په ضرورت زور رواړلو سره د افغان معيشت بحالۍ لپاره د حقيقت پسنده لارې لټولو په اهميت زور رواړو٬ دې مقصد لپاره وزيرانو د افغانستان بيا رغونې لپاره د نورې مرستې كولو او صنعت كارۍ او د روزګار موقعې پېدا كولو لپاره د درې اړخيزه سرمايه كارۍ امكانات لټولو له غور كولو ته اتفاق كړے۔ د افغانستان اولس سره د يووالي څرګندونې كولو سره ډلو ځائي اولس لپاره تل پاتې او په سمدستي توګه د انساني مرستې په اهميت زور رواړو چې پكښې په بشري بنيادونو كاروائيو لپاره د فنډنګ خلا ختمول ضروري ده۔ خارجه وزيرانو ووئيل د افغانستان اولس د بشري همدردۍ په بنياد ملاتړ به د سياسي تحفظات نه لرې ساتلے شي٬ ډلو د سيمه ايزو رابطو مركز په توګه د افغانستان صلاحيت په بشپړه توګه په كار راوستلو لپاره د خپل عزم پخلے وكړو۔ دغسې بيلټ اينډ روډ انيشيټو له مخې درې كسيزه مرسته مخ په وراندې بوتللو او سي پېك ته تر افغانستان په مشتركه توګه پراختيا وركولو له د خپل عزم پخلے وكړے شو۔ په دې خبره هم زور راوړلے شو چې٬ کاسا 1000، تاپي، ټرانس افغان رېلوے پشمول د موجوده منصوبو اهميت زياتولو سره سره د منطقې اولس معاشي پرمختګ او خوشحالي باوري كول دي۔ د بيان له مخې دريو واړو ډلو بنيادي ډھانچه كښې ”هارډ کنيکټيويټي“ او په اصولو او معيار كښې ”سافټ کنيکټيويټي“ مخ په وړاندې په بوتللو هم زور رآوړے٬ د دريو واړو ډلو د اولس تګ راتګ او تجارتي هلو ځلو لپاره د سهولت كارۍ اقدامات د لا زياتولو پشمول د ګوادر پورټ د لارې ټرانزټ ټريډ زياتولو له هم اتفاق كړے ٬ دغسې ډلو د شريكې خوښې په څانګو كښې د مرستې جاري ساتلو د عزم پخلے كړے٬ وزيرانو د زراعت، تجارت، توان، صلاحيت سازۍ، سرحدي انتظام غوندې څانګو كښې مرسته كولو ته هم سلا يوه كړې ۔ خارجه وزيرانو په نړيوالې ورورولۍ زور رواړو چې ھغوي دې افغانستان سره تعميري روابط زيات كړي۔ د شريك بيان له مخې افغان لنډ مهاله حكومت سره خبرې اترې او تعميري روابطو ته وده وركولو لپاره د مختلف مېكانزم او فارميټس له مخې د شوو هلو ځلو اعتراف وشو چې پكښې په خاص توګه د افغانستان ګاٶنډي هېوادونه شامل دي۔۔ ډلو په اړوندو هېوادونو زور رواړو چې ھغوي د افغانستان په ضد يو اړخيزه بنديزونه لري كړي او د افغان اولس په ګټه د دوي بهرنۍ اثاثې واپس كړي او په افغانستان كښې دې د اقتصادي ترقۍ او خوشحالي موقعې راپېدا كړي۔ افغان لنډ مهاله حكومت لخوا د مېرمنو حقونو او د مفاداتو احترام او تحفظ بيا بيا د باور وركولو نوټس اغستو سره دريو واړو ډلو نړيوالې ورورولۍ څخه مطالبه وكړه چې چې ھغوي د افغانستان په بيا رغونه او پرمختګ كښې مرسته وكړي او د افغانستان نظم و نسق ښه كول او د كار استعداد قوي كولو كښې هم مرسته وكړي دغسې چې د مېرمنو او كوچنيانو پشمول د افغان ټولنې د ټولو طبقو د بنيادي حقونو او د مفادات په موثره ډول تحفظ وكړے شي ۔ د بيان له مخې وزيرانو د لكهونو په شمېر د افعان كډوالو د زړه د اخلاصه په كوربتوب د ګاٶنډي هېوادونو او په خاص توګه د پاكستان ستائنه وكړه او نړيوالې ورورولۍ څخه ئې مطالبه وكړه چې ھغوي د افغان كډوالو په عزت سره ستنېدو لپاره د دغه هېوادونو او افغانستان ضروري مرسته وكړي۔ ډلو د درې كسيزه مرستې د طريقه كار پشمول د ډائريکټر جنرل په كچه د عملي مرستې مكالمې او نزدې او ښه ګاٶنډيتوب او شراكت دارۍ ته ودې وركولو له د خبرو جاري ساتلو عزم وكړو۔ چين او افغانستان د پاكستان چين او افغانستان د خارجه وزيرانو د پنځم پراؤ مذكراتي غونډې په كاميابه تابيا او په زړه پورې مېلمستياﺀ د پاكستان مننه وكړه۔
د چين٬ افغانستان او پاکستان د خارجه وزيرانو د خبرو اترو شريك بيان جاري كړے شو، يو سوله ايز٬ مستحکم او خوشحال افغانستان د منطقې په ګټه دے٬ د دې مقصد ودې لپاره د درې اړڅيزه مرستې په اهميت زور
مضمون کا ماخذ : loteria com prêmio acumulado