اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي حکومت غېر ملكي سرمايه كارۍ لپاره ساز ګار ماحول پېدا كول او پاکستان نړيوالو سرمايه كارو لپاره مسابقتي او د زړه راښكونكے مقام جوړولو لپاره عزم لري، سټينډرډ چارټرډ سره شراكتداري لا قوي كولو لپاره به هڅې كوٶ۔ ده دا خبره د شورو په ورځ د سټينډرډ چارټرډ بېنك د کارپوريټ اينډ ا??ويسټمنټ بينکنګ ګلوبل هيډ سنيل کوشل سره په ورچوئل غ??نډه كښې وكړه ۔ په غونډه كښې په پاکستان كښې د سرمايه کارۍ په موقعو زياتولو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ په غونده كښې د سټينډرډ چارټرډ پاکستان سي اي او ريحان شېخ، د خزانې سيکرټري او د فنانس ډويژن نور چارواكي هم موجود وو۔ خپلو خبرو ك??ې د خزانې وزير پاکستان كښې د اوپن معيشت د اشارو د مثبت رفتار حواله وركولو سره په بېلا بېلو څانګو ك??ې د اصلاحات د لارې معاشي استحکام په ځاے ساتلو لپاره د حكومت د عزم پخلے وكړو۔ سينيټر اورنګزيب ووئيل حکومت غېر ملكي سرمايه كارۍ لپاره ساز ګار ماحول پېدا كولو او پاکستان نړيوال سرمايه كارو لپاره مسابقتي او د زړه راښكونكے مقام جوړولو لپاره عزم لري ۔ په دې موقع د پاكستان حکومت او د سټينډرډ چارټرډ بېنك ترمېنځه په خاص توګه د انفراسټرکچر ترقۍ، ډيجيټل بينکنګ او د پائيداره ماليات غوندې څانګو ك??ې ممكنه مرسته زياتولو پام وګرځولے شو۔ په سټينډرډ چارټرډ بېنك كښې د کارپوريټ اينډ ا??ويسټمنټ بېنکنګ ګلوبل هيډ سنيل کوشل د پاکستان په معاشي منظرنامه د خپل اعتماد څرګندونه وكړه او د سټينډرډ چارټرډ لخوا پاکستان سره د اوږد مهاله تړون پخلے يي وكړو۔ ده ووئيل سټينډرډ چارټرډ پاکستان ته د پراخه موقعو وړ هېواد په توګه ګوري، مونږ په موجوده او راتلونكي وخت كښې د هېواد معاشي عزائم ترسره كولو لپاره ممكنه مرسته كولو لپاره چمتو يو۔ ډلو په راتلونكې مياشتو ك??ې د سرمايه كارۍ د خاص منصوبو لټولو ته اتفاق وكړو، د خزانې وزير سټينډرډ چارټرډ سره شراکت داري لا قوي كولو او بېنك ته د حكومت لخوا د هر ممكنه مرستې باور وركړو۔
حکومت غېر ملكي سرمايه كارۍ لپاره ساز ګار ماحول پېدا كولو او پاکستان نړيوالو سرمايه كارو لپاره مسابقتي او د زړه راښكونكے جوړولو لپاره عزم لري۔ د خزانې وزير محمد اورنګزېب
टेबल गेम्स आधिकारिक मनोरंजन लिंक
مضمون کا ماخذ : jogos de azar no Brasil