اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د وانګ فوکانګ په مشرۍ كښې د چين د لوړې كچې 12 كسيز پلاوي د زيارت په ورځ ملاقات كړے۔ په دې موقع نائب وزيراعظم ??و خارجه وزير اسحاق ډار، وفاقي وزيران سيد محسن نقوي، احسن اقبال، محمد اورنګزيب، احد خان چيمه، خاص مرستيال طارق فاطمي، د وزيراعظم کوآرډينيټر رانا احسان افضل سره سره د چين سفير جيانګ زائيډونګ او اړوندو چارواكو ګډون كړے۔ د وزيراعظم ??فس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د چين پلاوې د وزيراعظم ?? چين دورې نه پس د چين لخوا پاکستان كښې په بېل?? بېلو څانګو كښې مرستې او همكارۍ لپاره د پاكستان په دوره راغلے٬ د چين په دولس كسيز پلاوي كښې لس كسان د بېل?? بېلو وزارتونو نمائندګان دي۔ وزيراعظم ?? چين صدر شي جن پنګ او وزيراعظم لي چيانګ خاص مننه كولو سره د چين د پلاوي هركلے وكړو۔ د چين د پوهانو د لوړې كچې پلاوي به پاکستان كښې د چين د سرمايه کارۍ٬ د سي پېك د دوېم پړاٶ پحقله همكارۍ ٬ مرستې او د پاکستان برآمدات ته وده وركول?? لپاره خپله رائے وړاندې كوي۔ د چين پلاوې به په پاكستان كښې د بېل?? بېلو وزارتونو، د څانګو پوهانو سره ملاقاتونه كوي او د بېل?? بېلو ځايونو به دوره كوي ۔ د چين پلاوې به انفارميشن ټيکنالوجي، زراعت، صنعت، سرمايه کاري، توان، معدنيات او کان کنۍ، سپيشل اکنامک زونز او د مواصلات په څانګه كښې د مرستې ودې له وړاندېزونه وركوي۔ وزيراعظم پخپلو ابتدائي خبرو كښې پلاوې د پاكستان په بېل?? بېلو څانګو كښې د سرمايه کاري استعداد په اړه خبر كړو۔ د چين پلاوې مشر ووئيل شريكې تكنيكي مرستې سره به پاك چين ستراتېژك ا??يكې لا قوي شي٬ دغسې په مثالي مېلمستياﺀ د پاكستان مننه كوٶ۔
وزيراعظم شهباز شريف سره د وانګ فوکانګ په مشرۍ كښې د چين د لوړې كچې پلاوي وليدل
Super Hit Reputable Betting Site
مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن خریداری