کراچۍ۔ 01 مئی (اے پی پی) داخله وزير محسن نقوي وئيلي دي چې قاچاق د هېواد معيشت ته زيان رسوي ٬ پاكستان كوسټ ګارډز د قاچاق مخنيوي كولے شي٬ دا مهال هېواد ته پېښه تر ټولو لويه مسئله د معيشت ده او كوسټ ګارډز معيشت سره نېغ په نېغه تعلق لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ ??ه ورځ د پاكستان كوسټ ګارډز هېډ كوارټرز دورې په موقعه افسرانو او ځوانانو ته د خطاب په مهال وكړه۔ داخله وزير ووئيل دا مهال د 40 څخه تر 50 کروړه روپو رېكوري كه 5 څخه تر 6 اربه روپو يا دې څخه زياتو ته ورسولې شي نو دې سره به بهتري راشي٬ سره د محدود وسائلو د كوسټ ګارډز كار د ستائنې وړ دے٬ مونږ به كه پاك پروردګار ته منظور وي د كوسټ ګارډز بنيادي مسئلې حل كړؤ۔ دې څخه وړاندې چې څه وخت داخله وزير د پاکستان کوسټ ګارډز هیډکوارټرز ته ورسېد نو د پاكستان كوسټ ګارډ ډي جي برېګډیئر غلام عباس ده ته تود هركلے ووے۔ وفاقي وزير د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو او فاتحه خواني يۍ وكړه۔ وروستو داخله وزير ته په پېشه ورو چارو بريفنګ ورك??ے شو۔ محسن نقوي د ادارې د پېشه ورې كاركردګۍ ٬ د ځوانانو د لوړې حوصلې او د نشائي توكو مخنيوي سره اړوندو هڅو ستائنه كولو سره ووئيل پاكستان كوسټ ګارډز په بر او بحر كښې په يو وخت خپلې ذمه وارۍ ترسره كوؤنكې يوازينې فورس دے كوم چ?? نه يوازې د امن په زمانه كښی بلكې په كوم هم سخت يا جنګي صورتحال كښې مهم كردار ترسره كوي۔ ده د حكومت لخوا پاکستان کوسټ ګارډز لا فعاله كولو او مضبوط جوړولو له د هر ممكنه مرستې باور وركولو سره ادارې لپاره د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔
قاچاق د هيواد معيشت زيانمن كوي ٬ كوسټ ګارډز د دې مخنيوي كښې مهم كردار ترسره كولے شي٬ داخله وزير
Perseus Legend Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : loteria آن لائن confiável