اسلام آباد۔7جنوری (اے پی پی) په پاکستان کښې په غېر قانوني توګه د پاتې كېدونكو په خوندي ډول خپلو هېوادونو ته د ستنېدو لړۍ روانه ده۔ د اتوار په ورځ رېډيو پاکستان خپل رپورټ كښې وئيلي چې په ت??رو 24 ساعتونو کښې 693 كسان په خوندي توګه بېرته ولېږلې شول چې ورسره د بېرته لېږلو شويو مجموعي شمېره 460,881 ته ر??ېدلې ده۔ د نېشنل اېکشن پلان اېپكس كمېټۍ د اكتوبر په 3 مه نېټه په يوه غونډه كښې په پاكستان كښې په غېر قانوني توګه پاتې كېدونكو بهرنيانو لپاره وروستۍ نېټه 31 اكتوبر ټاكلې وه په كومه كښې چې هغوي ته په ر??اكارانه توګه د بېرته تللو اختيار وركړے شوے وو۔ د پاكستان حكومت په پولو د کډوالو د ستنولو عمل اسانولو کښې فعال رول لوبولے دے۔ د دې پر??ه پسې هڅو مقصد د هغو کسانو په اسانه او خوندي توګه ستنول باوري كول دي كوم چې دلته د كومې قانوني دستاوېز نه غېر پاتې كېدل۔
په غير قانوني توګه د پاتې كيدونكو خپلو هيوادونو ته د ستنيدو لړۍ روانه ده
Vulture Gem official entertainment link
مضمون کا ماخذ : نتیجہ میگا سینا