اسلام آباد 13 اپریل (اے پی پی) وزیرا??ظم عمران خ??ن وئيلي دي ټیلی سكول ټی وی سره به كورونو كښې پاتي ماشومانو او لرې پرتو سيمو كښې وګړو ته د تعلیم آسانۍ ترلاسه شي، ټیلی سكول ټی وی سره تعلیم بالغاں له هم ??ده وركړې كيدې شي، ټیلی سكول كښې ښه والې له به هر ډول مرسته كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د تعلیم او پیشه وره تربیې وفاقی وزارت او پی ټی وی په اشتراك سره د پيل كېدونكې ټیلی سكول ټی وی چینل پرانستې دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ وزیرا??ظم ووئيل په دې مهم اقدام د تعلیم او پیشه وره تربیې وفاقی وزارت او د اطلاعات او خپرونو وزارت مننه كوم او هغوي له مباركي وركوم۔ ده ووئيل د كورونا وائرس له امله سختو حالاتو سره مخ ماشومان تر كورونو محدود شوي او په دې كښې به د ټیلی سكول ټیلی ویژن څخه هغوي ته تعلیم ترلاسه كولوله مرسته تر لاسه شي۔ وزیرا??ظم ووئيل د كورونا صورتحال كښې ښه والي نه پس هم ??يله لرم چې دا چینل به خپل كار روان ساتي او دا به دهغسې د لري پرتو سيمو وګړو چرته چې استاذان نشي رسيدلې هغوي لپاره د ښه تعلیم ذريعه اوګرځي۔ ده ووئيل د وګړو تر موبائل رسنې نه پس اوس هغوي زدكړې ترلاسه كول غواړي۔ دا ټیلی سكول په دغه تناظر ك??ې د تعلیم بالغاں لپاره هم استعماليدې شي۔ عمران خ??ن ووئيل زمونږ په هيواد كښې زياتره ماشومان د سكولونو څخه بهر دي۔ د دې د لارې هغوي له تعليم وركړې كيدل ممكن كيدې شي۔ ده ووئيل اوس چا ته هم ??ه ده معلومه چې د كورونا له امله به دا صورتحال څومره وخت روان وي۔ ده ووئيل صحت او تعلیم څانګې نظر انداز كيدې نشي۔ ده ووئيل ټیلی سكول كښې ښه والې له به هر ډول مرسته كولې شي ځكه چې د مخ په وړاندې تګ دا يواځنۍ لاره ده او تر څو چې لري پرتو سيمو كښې انفراسټركچر نه وې جوړ شوې نو د ټيلي سكول څخه ګټه پورته كيدې شي۔دې نه پس د وفاقی تعلیم او پیشه وره تربيې وفاقی وزیر تربیت شفقت محمود بریفنګ كښې ووئيل هيواد ك??ې دوه كروړه څخه زيات ماشومان سكول ته نه ځي۔ هيواد ك??ې د خواندګۍ شرح 60 فیصده ده۔ ده ووئيل ښارونو ك??ې د وګرو تر موبائل رسنې نه پس اوس هغوي په تعلیم كښې خوښې لري۔كليو ك??ې د ټیكنالوجی د لارې تعلیم وركولو سره د خواندګۍ شرح ښه كيدې شي۔ په دې موقع د وزیرا??ظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستياله ډاكټر فردوس عاشق اعوان هم ??وجود وه۔ ټیلی سكول ټی وی چینل د لارې به سهار 8 بجو نه تر ماښام 6 بجو كلاسسز روان وي دغسې وړومبې كلاس نه تر 12م كلاس ماشومانو له به تعليم وركړې كيږي
د وزیراعظم عمران خان ټیلی سكول ټی وی چینل پرانستې دستورې ته وينا
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی تجزیاتی ایپ