اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) پ??ك فضائيه د دفاع ورځې په موقع په سېلاب ځپليو سيمو كښې د مرستې او بحالې هلې ځلې د زياتولو عزم څرګند كړے شوے . پ??ك فضائيه به په دې تاريخي ورځ هم خپل وروڼه او خوئيندې نه هېروي او د سېلاب ځپليو مرستې او بحالې لپاره به هلې ځلې د نوې جوش سره روانې ساتي. د پ??ك فضائيه وياند له مخې په دې سخت وخت كښې پ??ك فضائيه د سېلاب ځپليو ستونزې كمولو لپاره ټولې وسيلې كاروي. د پ??ك فضائيه اېمرجنسي رسپانس ډلې د سېلاب ځپليو د بحالې ??ه عمل كښې د سول انتظاميې شپه ورځ مرسته كوي. په سېلاب كښې د ګېرو كسانو په حفا??ت سره راويستلو ، د مرستې سامان وړلو راوړ??و او د رېسكيو مشنز لپاره د پ??ك فضائيه ټرانسپورټ او د چورلكو فلېټ پرله پسې د پرواز په حال كښې دي. وياند ووئيل د 24 ساعتو په مهال د پ??ك فضائيه ډلو ضرورت مندو كورنيو ته 70 خېمې، د خوراك 16189 پېكټونه، د اوبو 1000 بوتلې او د 2331 بنيادي غذائي څيزونو پشمول خشك راشن تقسيم كړے. دغسې د پ??ك فضائيه طبي ډلو د2012 رنځورانو طبي معائنه هم كړې ده .
د پاك فضائيه لخوا په سېلاب ځپليو سيمو كښې د مرستې او بحالې هلې ځلې د زياتولو عزم
مضمون کا ماخذ : ٹکٹ خریدنے کے حوالے سے الفاظ