اسلام آباد 03 اکتوبر(اے پی پی) پاكستان او ماليزيا د تجارت٬ معيشت٬ بينكنګ څانګې٬ فوډ ټېكنالوجي او زراعت په څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته لا زياتولو له عزم پخلې كړی٬ د دواړو هېوادونو شريك اهميت وړ په چارو كښې مرسته زياتولو له هم اتفاق شوې۔ دا خبره په ايوان صدر كښې د صدر مملكت آصف علي زرداري او ماليزيا وز??راعظم داتو سري انور ابراهيم ترمينځه د ملاقات په مهال شوې۔ په دې موقع نائب وز??راعظم/خارجه وز??ر سېنېټر اسحاق ډار٬ ?? پاكستان پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بهټو زرداري٬ د تجارت وز??ر جام كمال٬ سېنېټر شيري رحمان او نور اعلٰی حكومتي عهديدار هم موجود وو۔ د ماليزيا وز??راعظم هركلے كولو سره صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل چې پاكستان ماليزيا سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او دوه اړخيزه مرستې د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې لا پراختيا وركولو لپاره عزم لري۔ ده ووئيل چې د ماليزيا وز??راعظم دا دوره به د دواړو وروڼو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه مرستې ته لا وده وركړي۔ صدر مملكت د غزه په موجوده صورتحال د تشويش څرګندونه كولو سره په نړيوالې ورورولۍ زور راوړو چې هغوي دې اسرائيل د فلسطين اولس په ضد د نسل كشۍ او ظلمونو نه منع كولو لپاره اقداماتو وكړي۔ د ماليزيا وز??راعظم داتو سري انور ابراهيم صدر مملكت ته ووئيل چې وز??راعظم شهباز شريف سره په ښه ماحول كښې خبرې اترې شوي دي۔ د دې نه وروسته وز??راعظم انور ابراهيم ته اعزاز وركولو لپاره يوه خاص دستوره وشوه چې پكښې صدر مملكت آصف علي زرداري د ماليزيا وز??راعظم انور ابراهيم ته د اسلامي چارو ملاتړ او د پاكستان د ښه دوست په اعتراف كښې نشان پاكستان وركړو۔ د دستورې په مهال په دې خبره رڼا واچولې شوه چې د ماليزيا وز??راعظم د علامه اقبال شيدائي دے او د هغه كار د خ??ل ځان لپاره د تحريك ذريعه ګڼي۔ وز??راعظم انور ابراهيم خپل سياسي كيريئر كښې تل د انسانيت مسئلو حل او د اسلامي اقدار علمبردار پاتې شوې۔ د هغه مشري د انصاف وده او اسلامي نړۍ ته د رامخې ته مسئلو حل لپاره تړون سره عبارت ده۔ هغه پخپله د خ??د اراديت تحريكونو پلوي دې او په ټوله نړۍ كښې د ظلمونو په ضد غږ پورته كوٶنكې دے۔ د هغه هلې ځلې د اسلاموفوبيا په ضد او د مذهبونو همغږۍ ودې لپاره جاري دي٬ دغسې چې بېلو كلتورونو او مذهبونو ترمينځه افهام و تفهيم او احترام ته وده وركړې شي۔ په دې دستوره كښې وز??راعظم شهباز شريف٬ وفاقي وز??رانو٬ د وسله والو ځواكونو مشرانو٬ سفيرانو او اعلٰی حكومتي عهديدارو هم ګډون وكړو۔ صدر مملكت د ماليزيا وز??راعظم او د هغه د پلاوي په درناوي كښې مېملستيا اهتمام هم وكړو
صدر مملكت آصف علي زرداري او د ماليزيا وزيراعظم انور ابراهيم ترمينځه ملاقات٬ د پاكستان د ښه دوست په اعتراف كښې انور ابراهيم ته نشان پاكستان وركړو
American Blackjack Honest Entertainment Platform
President Asif Ali Zardari in a meeting with the Prime Minister of Malaysia, Dato Seri Anwar Ibrahim, at Aiwan-e-Sadr, on 03-10-2024.
مضمون کا ماخذ : ڈاگ ہاؤس