اسلام آباد 22 نومبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر??سح??ق ډار وئيلي دي حکومت عامو وګړو ته زيات ريليف وركولو لپاره هر ډول ممكن اقدا??ات كوي، موجوده حکومت اولس لپا??ه د بيړنې پرمختګ كولو٬ كاروباري څانګه او د ګورننس نظام ته وده وركولو ته پام لرنه كوي۔ د نهې په ورځ نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې ده ووئيل حکومت بې وسه اولس ته سهولت وركولو لپا??ه د پټروليم مصنوعات بيعه كښې لاندې باندې نه دے كړے۔ ده ووئيل د عمران حکومت د کمزورو پاليسو له امله اولس ستونزو سره مخ دے٬ عمران خان په تېرو څلورو كالو كښې رېكارډ قرض اخستے، ده ووئېل د عمران خان حکومت په پاکستان د قرض بوجھ كم نه كړے شو۔ د آرمي چيف په تقررۍ تبصره كولو س??ه ده ووئيل د نوي آرمي چيف انتخاب به د هېواد د ائين او قانون له مخې كېږي او دا كار به د روانې مياشتې تر پائې بشپړ شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل سياسي ګوندونو د ميثاق معيشت د كار پېل كولو تجويز وركړے، مونږ په ميثاق جمهوريت سياسي ګوندونو سره كاميابي ترلاسه كړې وه ۔ د اعليٰ چارواكو د ټېكس دستاويزات ليك كېدو د پوښتنې په ځواب ده ووئيل د دې په شا چې كوم عناصر دي د ھغوي په ګوته كولو لپاره امر شوے ٬ د ډالر په مقابل كښې د پاكستاني كرنسۍ قدر كښې د كمي په اړه د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل د حکومت په ضد د عمران خان منفي اېجنډې په كاروباري او اقتصادي څانګه خراب اثر غورځولي ۔ ده د تحري?? انصاف په مشرانو زور رواړو چې ھغوي د حكومت مخالف تحريك د پاليسۍ نه ډډه وكړي
حکومت عامو وګړو ته زيات ريليف وركولو لپاره هر ممكن اقدامات كوي۔ د خزانې وزير اسحاق ډار
Dark Call APP download URL
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کی پیشن گوئی