اسلام آباد 13 ا??ست (اے پي پي) د اسلام آباد ډي چوك كوم چې په عمومي توګه د بېلا بېل?? سياسي ګوندونو لخوا د احتجاج مر??ز ګڼلې شي، د خالي په ورځ د پاكستان د قومي بېرغونو نه ډك شو. د آزادې ورځې په لړ كښې د ډائمنډ جوبلي دستورې په مناسبت ډي چوك د بېلا بېلو سكولونو د ماشومانو لخوا د تيار كړې شوي مينار پاكستان د ماډلز ، زړه راكښونكو تصويرونو او قومي بېرغونو مر??ز جوړ شو. د قومي بېرغ جوړولو په دستوره كښې د اسلام آباد د بېلا بېلو سكولونو زده كوونكو ګډون وكړو او وطن سر?? ئې د عقيدت او مينې څرګندونه وكړه. په دې موقع د اسلام آباد، پنجاب، سندھ، بلوچستان، خېبر پښتونخوا او آزاد كشمير د پوليس ډلو سر?? د اېف سي ځوانانو په پرېډ كښې ګډون وكړو. په دې موقع خاص مېلمنه د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيره مر??م اورنګزېب وه. ماشومانو وفاقي وزيرې سر?? سېفليانې جوړې كړې، عكسونه ئې وويستل او د هغې څخه ئې آټ??ګراف هم واخستل. دستوره د اطلاعاتو وزارت، سي ډي اے او د وفاقي وزارت تعليم لخوا جوړه شوې وه. په دستوره كښې د مسلم ليګ ن لارښودې سائره افضل تارړ، د اطلاعاتو وفاقي سېكرټري شاهيره شاهد، پرنسپل انفارمېشن آفيسر مبشر حسن او د اسلام آباد پوليسو اعلٰی چارواكو هم ګډون وكړو.
په ډي چوك د پاكستان د 75مې آزادې ورځې په مناسبت د ډائمنډ جوبلي دستورې
Dream Chaser Trust Platform
مضمون کا ماخذ : اسلام آباد لاٹری