اسلام آباد۔28دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د بجلۍ د وېشونكو كمپنيو د كاركردګۍ جاج اغستلو سره د اړوندې غونډې مشري كولو په مهال ووئيل د سمارټ میټرز د لګولو كار دے زر تر زره بشپړ كړے شي دغسې چې د بلنګ په نظام كښې سپېځلتيا راوستلے شي٬ اوور بلنګ به په هېڅ صورت قبولولې نه شي ٬ په اووربلنګ كښې د ككړو چارواكو په ضد به سخته كارروائي كولې شي۔ د وزیراعظم آفس پرېس ونګ لخوا د خالي په ورځ د جاري شوې اعلاميې له مخې وزيراعظم شهباز شريف هدايت كړے دے چې د بجلۍ غلا مخنيوي له دې كوټلي اقدامات وكړې شي٬ وزيراعظم د بجلۍ د وېشونكو كمپنيانو د چیف اېګزېکټو افسرانو تعينات كولو عمل كښې په سستۍ او تاخير هم اندېښنه ښكاره كړه?? وزيراعظم ووئيل چې د سپېځلي عمل د لارې دې دا مسئله زر تر زره حل كړې شي۔ ده ووئيل د بجلۍ وېشونكو كمپنيو كښې د افرادي قوت بھرتي دې په مېرټ وكړې شي او دې كښی به كومه كوتاهي زغملې نه شي?? وزیراعظم زياته كړه چې د نېپرا ټارګت ترلاسه كولو له دې ټول وسائل وكارولې شي۔ په غونډه كښې د لاهو?? الېکټرک سپلائی کمپنی (لېسکو)، پشاو?? الېکټرک سپلائی کمپنی (پېسکو) او فېصل آباد الېکټرک سپلائی کمپنی (فېسکو) د چارو جاج واغستے شو۔ د اعلاميې له مخې غونډه ته د لېسکو، پېسکو او فېسکو د كاركردګۍ تفصيلي بريفنګ په مهال ووئيلې شوو چې په مالي كال 25۔2024 تر نومبر مياشتې د لېسك?? ریکوری 96.82 فی??د، د پېسکو رېکوری 87.98 فی??د او د فېسکو 97.57 فی??ده پاتې شوه۔ د مالي كال 25۔2024 تر نومبر مياشتې د ټرانسمشن او ډسټری بیوشن لاسز حوالې سره د لېسکو 13.04 فی??د، پېسکو 33 فی??د او فی??کو 6.01 فی??د دے۔ په بريفنګ كښې دا هم ووئيل شوو چې لېسک?? به 223365 تھری فېز سمارټ میټرز لګوي په كومو كښې چې 49470 لګېدلي دي٬ پېسک?? به 152559 لګوي په كومو كښې چې 51173 لګېدلي دي او دغسې فېسک?? به 192311 سمارټ میټرز لګوي په كومو كښې چې 11276 لګېدلې دي۔ غونډې ته ووئيلې شوو چې د مالي كال تر نومبر مياشتې لېسكو د 99.2 فی??د، پېسکو د 99.9 فی??د او فېسکو د 99.7 فی??د شكايتونو ازاله كړې ده۔ په غونډه كښې د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چیمه،د پاور ډويژن وفاقي وزير سردار اویس احمد خان لغاری، د آئي ټي وزیره شزا فاطمه، د خزانې وزير علی پرویز ملک، د وزیراعظم کوآرډینیټر رانا احسان افضل او اړوند اعلی حكومتي چارواكي موجود وو۔
اووربلنګ به په هيڅ صورت قبولولې نه شي ٬ د ككړو چارواكو په ضد به سخته كارروائي كولې شي: وزیراعظم شهباز شریف
Esme Electronics official entertainment entrance
مضمون کا ماخذ : loteria آن لائن confiável