اسلام آباد۔25دسمبر(اے پی پی)وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې قائداعظم محمد علي جناح ناممکن كار ممکن کړو او د هغوي د نه ستړې کېدونكې خوارۍ او ستړو له امله مونږ خپل ګران وطن پاکستان ترلاسه کړو۔ قائداعظم ځانګړي صلاحيتونه لرل چا چې په يووالي ٬ انصاف او مساواتو ژور يقين لرلو۔ د پاكستاني كېدو پ?? حېث دا زمونږ فرض دي چې مونږ د خپل قام پرمختګ، سوكالۍ او يووالي له نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړؤ۔ د وزيراعظم د دفتر ميډيا ??انګې لخوا جاري شوي بيان له مخ?? وزيراعظم د قائداعظم محمد علي جناح د 148مې زېږېدنې ورځې په موقعه خپل پېغام كښې وئيلي دي چې نن مونږ د پاکستان د باني قائد اعظم محمد علي جناح 148مه د زېږېدنې ورځ لمانځؤ او د هغه د غيرمعمولي وژن، نه كمزورې كېدونكي جرات او بې مثاله عزم يادونه کوؤ۔ ده ووئيل قائداعظم هغه څه وكړل كوم چې ډېرو خلقو ناممكنه ګنل او د هغه د نه ستړي كېدونكو هڅو او خوارۍ په نتيجه كښې زمونږ هېواد پاكستان جوړ شو۔ قائد اعظم ځانګړي صلاحيتونه لري او هغه په يووالي او مساواتو كلك باور لرلو۔ وزيراعظم ووئيل د هغه ژوند ګڼ شمېر خلك د يو روشن خياله استاد ٬ بصيرت لرونكي وكيل ٬ اصولي او ثابت قدم سياستمدار او كرشماتي لارښود په توګه متاثره كوي۔ د قائد اعظم د ستړو سفر د يقين قوت ٬ خوارۍ او جذبې د لارې د خوبونو ?? تعبير ثبوت دے۔ قائداعظم يو وارې وئيلي وو چې “ناكامي زما لپاره يو نامعلومه لفظ دے”۔ د خپلو ټكو له مخې هغه عزم سره د نيمې اوچې پاك وهند مسلمانان يو قام جوړولو كښې كامياب شو۔ هغه لپاره د هغه د حتمي مقصد ترلاسه كولو پ?? وړاندې عنوانونو ??و تعريفونو ??انوي حېثيت لرلو۔ ده ووئيل قائد اعظم د يو داسې پاكستان خوب ليدلے ؤ چرته چې هر وګړے له مذهب او نسل څخه پرته د آزادۍ او مساواتو موقعو سره ژوند تېر كړے شي۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان لپاره د هغه وژن د شموليت ٬ اتحاد او سوكالۍ ؤ۔ ده ووئيل كله چې نن مونږ د هغه كاليزه لمانځؤ نو ??اځۍ چې د قائد اعظم ميراث څخه سبق زده كړؤ او هغه اقدارو سره د خپل پېوستون پخلے وكړؤ كومو لپاره چې هغه ستړې وكړې۔ د پاكستاني كېدو پ?? حېث دا زمونږ فرض دي چې مونږ د خپل قام پرمختګ، سوكالۍ او يووالي له نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړؤ۔
قائداعظم محمد علي جناح ناممکن ممکن کړو٬ د هغوي پرله پسې خوارۍ او ستړو سره مونږ خپل ګران وطن پاکستان ترلاسه کړو: د وزيراعظم شهباز شريف د قائداعظم محمد علي جناح د زيږيدنې ورځې په موقعه پيغام
Esme Electronics Official Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : سپرمین: فلم