اسلام آباد۔03 دسمبر(اے ??ي پي )د اسلامي مرستې تنظیم (او آئي سي ) غړو هېوادونو د ’’موسمیاتي بدلون او تل پاتي آبي وسائلو په انتظام‘‘ دوه ورځنے نړيوال کانفرنس د نهې په ورځ وفاقي دارالحکومت اسلام آباد كښې پېل شو۔ په ??ام??ټیک سیکرټریټ كښې ڼريوال کانفرنس كښې د پاکستان پشمول د بېلا بېلو اسلامي هېوادونو پوهان ګډون كوي كوم به چې خپ?? سفارشات د موسمیاتي بدلون په اړه د او آئي سي غړو هېوادونو په غونډه كښې وړاندې كوي ۔ د کانفرنس د پرانستې ناستې ته خطاب کښې د ??ام??ټیك ایډوائزر او فوکل پرسن ډاکټر خورشید حسنین آبي وسائلو ته د ورمخې ته خطرو نه او د موسمیاتي بدلون چلینجونو نه ګډون كوونكې خبر كړل۔ ده ووئېل د دې مخ نيوي له د هلو ځلو كولو ضرورت دے۔ ده ووئېل پاکستان او د او آئي سي نورو هېوادونو كښې آبي وسائلو ته د پیښو خطر?? او د موسمیاتي بدلون اثرات مقابلې لپاره د اسلامي مرستې تنظیم او آئي سي د پلیټ فارم نه هلې ځلې كېږي۔ دغسې کانفرنس كښې د انټرنیشنل واټر منیجمنټ انسټیټیوټ د سائنس اینډ پالیسي ایډوائزر ډاکټر محمد اشرف د موسمیاتی بدلون او آبي وسائلو ته د پیښو خطر?? او د کانفرنس اغراض و مقاصد نه ګډون كوونكې خبر كړل ۔ د مصر د ګرین کلائمیټ فنډ ریجینل منیجر ډاکټر امجد المهدي خپ?? خطاب كښې د اسلامي مرستې تنظیم غړو هېوادونو ته د پیښو موسمیاتي بدلون چلینجون?? او د اوبو د منیجمنټ په اړه د روانو اقدامات?? او هلو ځلو ذکر وكړو ۔ ده ووئېل اوبه يوه هائیډرولاجیکل مسئله نه ده بلکې يوه سیاسي او سماجي مسئله ده۔ کانفرنس كښې د پاکستان نه علاوہ د او آئي سي د څو غړو هېوادونو مندوبین ګډون كوي ۔ دا کانفرنس ??ام??ټیک سیکرټریټ د پاکستان کونسل آف ریسرچ ان واټر ریسورسز (پي سي آر ډبلیو آر) او د انټرنیشنل واټر منیجمنټ انسټیټیوټ په مرسته تابيا كړے دے ۔
د اسلامي مرستې تنظیم غړو هېوادونو د ’’موسمیاتي بدلون او د تل پاتي آبي وسائلو په انتظام‘‘ دوه ورځنے ڼريوال کانفرنس اسلام آباد كښې پېل شو
पासा उच्च और निम्न ईमानदार सट्टेबाजी एपीपी
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا حساب