اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پي) د من??وب?? بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ ك??ې د اعلٰی كچ غونډه ك??ې د آذربائيجان په پايه تخت باكو كښې راتلونكې مياشت كېدونكې كوپ 2024 له د چمتو والي نيولو جاج واغستلے شو ۔په غونډه ك??ې د پاكستان لخوا د ماحولياتي بحران مخ نيوي له د سمدستي نړيوالې مرستې په ضرورت زور راوړلے شو ۔د من??وب?? بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير د پاكستان ماحولياتي خطرو په اړه په نازك صورتحال رڼا واچوله٬پاكستان نه يوازې د ماحولياتي بحران تر ټولو زيات ښكار دے بلكې په كال 2010 او 2022 تباهي كوونكو سېلابونو باوجود زم??نږ قام بې مثاله استقامت ښودلے دغسې د دې چېلنجونو وسعت زم??نږ صلاحيتونو څ??ه تجاويز كوي كومو لپاره چې سمدستي مرستې ته ضرورت دے۔پروفيسر احسن اقبال ووئيل په كال 2010 سېلاب تر ټولو زيات ځاني زيان كړے خو د كال 2022 سېلاب په مهال سټريټجك تيارو هغه زيان كمولو له مرسته كړی حالانكه دا سېلاب يو په درې زيات ؤ ٬ چمتوالي په ځاني زيان كولو كښې مهم كردار ادا كړے٬زم??نږ بشري زيان كمولو كښې هم دا د كاميابۍ څرګندونه كوي چې چمتوالے نيول يوازې مهم نه دے بلكې ځان بچ كول هم دي خو دا كاميابي په ځاې ساتلو لپاره د پرله پسې وسائلو او مهارت ضرورت دے۔ده ووئيل د كال 2022 سېلاب په ځواب كښې پاكستان 4RF (Resilient Recovery, Rehabilitation, and Reconstruction Framework) شروع كړے چې مقصد يې بنيادي چاهانچه قوي كول٬ د كمزورو طبقو مرسته كول او مهمو څ??نګو كښې د مطابقت صلاحيت زياتول دي۔ د كوپ 2024 په تناظر كښې پروفيسر احسن اقبال سيمه ايزې مرستې ته ودې وركولو لپاره په پالېسي اقدامات متحرك كولو په ضرورت هم زور راوړو ۔په غونډه ك??ې د خارجه چارو خاص مرستيال ډاكټر طارق فاطمي٬ډاكټر عابد قيوم سلهري(اېس ډي پي آئي)د وزيراعظم د موسمياتي بدلون او ماحولياتي بدلون كوآرډينېټرې رومينه خورشيد عالم او د خارجه وزارت استازو ګډون وكړو۔
د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې غونډه٬په آذربائيجان كښې راتلونكې مياشت كېدونكې كوپ 2024 له د چمتوالي نيولو جاج واغستلے شو
Spicy Awards official entertainment link
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک واریر شہزادی