اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي) وز??راعظم محمد شهباز شريف د ګرانۍ شرح س??ګل ډېجټ ته په راتللو د اطمينان څرګندونه كولو سره وئيلي دي د اګست په مياشت كښې د ګرانۍ شرح 9.6 فيصد ته راتلل په معيشت كښې بهترۍ له د حكومتي اقدامات عكاس ده ٬ د معاشي پوهانو لخوا په ستمبر كښې د افراط زر په شرح كښې د نور كمي پېشنګوئي قام لپاره د زيري نه كمه نه ده۔ د ګل په ورځ د وز??راعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وز??راعظم محمد شهباز شريف د پاکستان شماريات ډويژن لخوا په جاري رپورټ كښې په اګست كښې د ګرانۍ شرح س??ګل ډېجټ ته په راتللو د اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل د لوي څښتن په فضل د حكومت د معاشي ډلې محنت ځائے نيسي ٬ په اګست كښې د ګرانۍ شرح 9.6 فيصد ته راتلل په معيشت كښې د بهترۍ په حواله د حكومتي اقدامات عكاسي ده۔ وز??راعظم ووئيل د تېرو دريو كالو په مهال د ګرانۍ د ټيټې كچې كرېډټ د حكومت د معاشي ډلې د خوارۍ نتيجه ده ، په افراط زر كښې كمے د خزانې وزارت د اكنامك آٶټ لك رپورټ پېشنګوئۍ َله مخې ده چې پكښې وئيلي شوي چې په اګست كال 2024 كښې به د افراط زر شرح 9.5 څخه تر 10.5 فيصد ترمېنځه وي۔ ده ووئيل د معاشي پوهانو لخوا په ستمبر كښې د افراط زر په شرح كښې د نور كمي پېشنګوئي قام لپاره د زيري نه كمه نه ده، په كال 2018 كښې مو هم د افراط زر شرح په سنګل ډيجټ پرېښودې وه٬ د كال 2018 نه وروستو د څلورو كالو د مجرمانه غفلت او د اولس دښمنه پالسيو په سبب معيشت بدحالۍ سره مخ شوے ؤ، په ګرانۍ كښې رېكارډ ا??افه شوې او دغه اولس لپاره د پرېشانې د دور آغاز ٶ۔ ده ووئيل مونږ د خپل سياست په قربانۍ وركولو سره د هېواد معيشت د ديواليه كېدو نه بچ كړے، د معاشي ډلې ښپ?? ورځ محنت په سبب نه يوازې معيشت مستحکم شو بلكې د پرمختګ په لور روان شوے هم دے، د پاكستان د خادم ذمه وارۍ سنبهالولو نه پس مې اولس سره لوظ كړے ٶ چې د دوي د پرېشانو تر كمولو به په قلاره نه كېښنم۔ ده ووئيل د لوي څښتن په كرم خپل لوظ ترسره كولو پلو روان يو٬د ح??ومتي معاشي اصلاحاتو په زړه پورې نتيجې د اولس د خوشحالۍ په صورت اولس ته رسېدل پېل شوي، د عام وګړي ژوند آسانول او د معاشي خوشحالۍ نه غېر د پاکستان د پرمختګ هدف سر كېدل ممكن نه دي۔
وزيراعظم د ګرانۍ شرح سنګل ډېجټ ته په راتللو د اطمينان څرګندونه وكړه، د اګست په مياشت كښې د ګرانۍ شرح 9.6 فيصد ته راتلل معيشت كښې بهترۍ له د حكومتي اقدامات عكاس ده ۔ وزيراعظم شهباز شريف
एमजी ऑनलाइन विश्वसनीय मनोरंजन लिंक
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا اطلاق