اسلام آباد 31 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير محسن نقوي وئيلي دي د آئي پي پيز پحقله د اېم کيو اېم تح??ظات وزيراعظم ته رسولې شوي٬ ډېر زر به تح??ظات لرې كرې شي٬ بلوچس??ان كښې احتجاج صوبائي معامله ده، پاراچنار او بلوچس??ان كښې په امنيتي چارو صوبو سره په رابطه كښې يم۔ ده دا خبره د شورو په ورځ اسلام آباد ماډل کالج فار ګرلز كښې په سكولونو او كالجونو كښې د لوبو ودې لپاره زده كوٶنكو ته سپورټس کټس وركولو دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع د تعليم وفاقي وزير خالد مقبول صديقي ، د تعليم سيکرټري محي الدين واني هم موجود وٶ۔ اسلام آباد ماډل کالج فار ګرلز ته په راتګ د تعليم وفاقي وزير خالد مقبول صديقي د داخله وزيرمحسن نقوي هركلے وكړو۔ وفاقي وزير محسن نقوي په دې موقع زده كوونكو له سپورټس کټ او ټريک سوټ وركړل۔ داخله وزير محسن نقوي په سکول كښې د جديد ترين کم??يو??ر لېب څارنه هم وكړه۔ محسن نقوي په کم??يو??ر ليب كښې زده كوٶنكو څخه د كورسز په اړه معلومات هم ترلاسه كړل۔ ۔ داخله وزير په دې موقع د ډے کيئر سنټر دوره هم وكړه۔ د كورنيو چارو وزير ووئيل خالد مقبول صديقي غريب پرور او د اولس خيال ساتونكے دے٬ په تاريخ كښې په وړومبي ځل په اسلام آباد كښې د پرائمري سکولونو ماشومانو لپاره فري لنچ پروګرام پېل كوٶ٬ د اسلام آباد د تعليمي ادارو بهترۍ لپاره د تعليم وزارت سره ولاړ يو ٬ د وزارت به بشپړ معاونت كوٶ٬ د سکولونو اپ ګريډيشن به په ګډه كوٶ۔ خبريالانو سره په خبرو كښې محسن نقوي د آئي پي پيز پحقله د تح??ظات لرې كولو باور وركولو سره ووئيل په دې لړ كښې د اېم کيو اېم تح??ظات وزيراعظم ته رسولې شوې ٬ ډېر زر به تح??ظات لرې كرې شي٬ بلوچس??ان كښې احتجاج صوبائي معامله ده، پاراچنار او بلوچس??ان كښې په امنيتي معامله صوبو سره په رابطه كښې يم۔۔ ده ووئيل دا مهال د هېواد صورتحال متوازن دے، په موجوده سياسي صورتحال كښې داسې كومه مسئله نشته چې په ھغې پرېشانه شو۔ ده ووئيل لوئي څښتن ته معلومه ده چې عمران خان به چا سره خبرې اترې كوي او چا سره نه ۔ ده ووئيل د پاراچنار پشمول په سيمو كښې په صورتحال قابو موندلو لپاره هڅې كوٶ۔
پاراچنار او بلوچستان كښې په امنيتي چارو صوبو سره په رابطه كښې يم۔ وفاقي وزير محسن نقوي
क्रैश गेम आधिकारिक मनोरंजन मंच
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ لاٹری