??سل??م آباد۔17مئی (اے پي پي ) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي د امنيتي اندېښنو تر مخه قامي اسمبلۍ ودانۍ ګېر چاپېره حفاظتي اقدامات باوري كول ضروري دي ۔ د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې دفاع وزير ??وئ??ل ودانۍ ته د داخلېدو په ځائے په سوونو خلق موجود وي د چا چې هيڅ معلومات نه وي جې دغه چا راوستي دي ، د هال نه بهر هم خلق وي ، د لفټس په وړاندې او کوریډور كښې جلوس په شکل كښې خلق ولاړ وي ، دا امنيتي اندېښنه ده ۔ اول د غړي سره د پاسز وركولو شمېره مقرر وه۔ ده ??وئ??ل زما سره معلومات شته چې اوس هم څه وخت کومه ناخوشګوار?? پیښه رامخې ته كېدې شي ، په داسو كښې چې كوم?? پیښه وشوه هغه ګاډې لس ورځې پاکستان كښې ولاړ ؤ ، دلته كوم لټون نه كېږي او كوم هم مشکوک سړے داخلېدې شي ، ده ??وئ??ل يو يو غړے لس لس كسان راولي، زما دا درخواست دے چې د امنيتي اندېښنو تر مه احتیاطي اقدامات باوري كړې۔ ده ??وئ??ل په ګیلرۍ كښې ناست خلق چغې وهي جې ورسره د غړو تقدس مجروح كېږي ، دا سلسله ختمول پكار دي، دا نه موچي دروازہ ده او نه ډي چوک دے چې چغې سوري اوهلې شي ، ده ??وئ??ل مېلمانه دې ضرور ر??شي خو نعرې دې نه دي وهل پكار ، مونږ له د ایوان عزت برقرار ساتل پكار دي۔ سپیکر وئېل ما د دې نه وړاندې هم زباني هدایات جاري كړي او بيا مې په 14 تاریخ تحریري توګه وئېلي۔ سینیټ ته راتلونكې مېلمانه هم دلته راځي ، رینډم چیکنګ هم كېږي، مونږ داخله وزارت او آئي جي ??سل??م آباد سره هم خبره كړې ٬ مونږ به سخت ایکشن اخلو
د امنيتي اندېښنو تر مخه د قامي اسمبلی په ودانۍ كښې حفاظتي اقدامات باوري كول ضروری دي ، خواجه محمد آصف
Decide Bonus Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشگوئی