بیجنګ 17 اپرېل (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا اعلٰې وزیر پروېز خټك صوبه كښې د سي پېك له مخې د انرژۍ٬ ټرانسپورټ او انفراسټركچر ودې لپاره د چين كمپنو سره د تفاهم 9 يادښتونه لاسليك كړې دي۔په دې موقع سناتور شبلي فراز٬ چين كښې د پاكستان سفير ??سع??د خالد، د پاك چين فرېنډشپ اې??وسي اې??ن صدر شا ذو كانګ ٬ د خېبر پښتوانخوا وزيران او سينئر چارواكي هم موجود وو۔ په دې منصوبو كښې د انفارمېشن ټېكنالوجۍ ٬ سپیشل اکنامك زونز، پاور پلانټس ، آئل ریفائنري، انفراسټرکچر او د اي کامرس منصوبې شامل دي۔ په دې موقع خپله وېنا اعلٰې وزير ووئيل د چين كمپنۍ او سرمايه كار دې خېبر پښتونخوا كښې د سرمايه كارۍ دوست ماحول څخه ګټه پورته كړې دغسې چې د دواړو هېوادونو اولس ته ترې ګټه ورسي۔ ده ووئيل مونږ خېبر پښتونخوا كښې د صنعتي پرمختګ مزل پېل كړې او مونږ د پرمختګ او اقتصادي نمو زياتوالي لپاره د چين غوندې دوست هېواد مر??ته غواړو۔ ده د چين اولس مشر شي جن پنګ د ون بېلټ ون روډ منصوبې او د دغې له مخې پاكستان لپاره د سي پېك منصوبې ستائنه وكړه او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارتي٬ كلتوري او سماجي مر??تې په لا زياتولو ئې ټېنګار وكړو
د خېبر پښتونخوا اعلٰې وزیر صوبه كښې د سي پېك له مخې د انرژۍ٬ ټرانسپورټ او انفراسټركچر ودې لپاره د چين كمپنو سره د تفاهم 9 يادښتونه لاسليك كړل
مضمون کا ماخذ : کراچی لاٹری