اسلام آباد 13 دسمبر (اے پي پي)پاكستان به د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د جمو او كشمير شخړی عادلانه او سوله ايز حل لپاره د كشمري وګړو سياسي٬سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي۔د خارجه دفتر وياندې د زيارت په ورځ اوونيز پرېس بريفنګ كښې ووئيل هندي سپريم كورټ ?? هند د كال 2019 غېر قانوني او يو اړخيزه اقدامات توثيق كولو سره د كشمير شخړې متنازعه نوعيت نظر انداز كړے دے۔ ?? هند سپريم كورټ په جمو كشمير كوم اختيار نه لري كوم چې په نړيواله توګه منلې شوې يوه شخړيزه سيمه ده او نه ?? هندي آئين كوم شق په جمو كشمير لاګو كېږي۔د نړيوال قانون له مخې د جمو كشمير سيمې حتمي پريكړه به د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې كېږي۔ده ووئيل وزيراعظم انوار الحق كاكړ كشميري اولس سره د پا??ستان لخوا د بشپړ تړون څرګندونې له د زيارت په ورځ د آزاد كشمير دوره وكړه۔د آزاد كشمير قانون سازې اسمبلۍ ته په خپل خطاب كښې ده د كشمير حېثيت په اړه ?? هندي سپريم كورټ غېر قانوني پريكړه به سختۍ سره مسترد كړه۔وياندې ووئيل پا??ستان په ډېره اسماعيل خان كښې په امنيتي ځواكونو د نهې په ورځ په شوې ترهه ګر بريد د نړيوالې ورورورلۍ د اړخه د خواخوږۍ څرګندونه اوپه دې اړه د غمرازۍ پیغامونه ستائېلې دي۔د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل غړو د دې ناوړه ترهه ګر بريد په سختو ټكو غندنه كړې ده۔د سلامتي كونسل غړو د ترهه ګرۍ په كاروائيو كښې د ككړو كسانو٬منتظيمونو٬د دې مالي مرسته ك??ونكو د انصاف سره د مخ كولو په حاجت زور ??اوړے ۔هغوي په ټولو هېوادونو زور ??اوړے چې هغوي په دې لړ كښې د پا??ستان حكومت سره او نورو اړوندو چارواكو سره هم فعاله مرسته وكړي۔ده ووئيل مونږ د افغان عبوري حكومت دا بيان نوټ كړے چې هغه به د 12 دسمبر ترهه ګر بريد پلټنې كوي۔دې ووئيل افغانستان له به په دې ناوړه بريد كښې د ككړو وګړو په ضد سخته كاروائي كول وي۔ ده ووئيل مونږ هيله لرو چې افغانستان به د پا??ستان په ضد د ترهه ګور ??نظيمونو لخوا د افغان خاورې كارولو مخ نيوي له ك??ټلې ګامونه پورته كړي۔وياندې ووئيل پا??ستان په 12 دسمبر 2023 د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ لخوا د منظور كړي قرارداد هركلے كوي په ك??م كښې چې په انساني بنيادونو د جنګ بندۍ او د غزه اولس ته د بشري خواخوږۍ په بنياد د مرستې سامان رسولو غوښتنه شوې ده۔ دې ووئېل پا??ستان په مغربي كناره د زياتو شوو اسرائيلي ظلمونو او د لبنان او سوريه په ضد د بريدونو غندنه كړې كومه چې د دې هېوادونو د سيمه ايزې خپلواكۍ خلاف ورزي ده۔وياندې زياته كړه چې نړيوالې ورورولۍ له به د اسرائيل زياتېدونكې جارحيت مخ نيوي له ك??ټلے اقدام كول وي۔دې ووئيل پا??ستان دا ګڼي چې په مينځني ختيز كښې تل پاتې امن د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل او د او آئي سي د اړوندو قراردادونو له مخې د اسرائيل فلسطين شخړې عادلانه او سوله ايز حل سره تړلے دے۔دې ووئيل اېډېشنل خارجه سېكرټري (اروپاﺀ)٬ ايمبيسيډر شفقت علي خان 11 څخه تر 14 دسمبر 2023 د ماسكو دوره كړې ۔په دې مهال دواړو ډلو د دوه اړخيزه اړيكو مثبت جاج واخست او د تجارت٬د ترهه ګرۍ مخ نيوي او د توان په څانګو كښې يې د اعلٰی كچ په خبرو اترو٬مشغوليت او د همكارۍ په زياتولو موافقت وكړو۔دواړه د افغانستان پشمول په سيمه ايزو مسئلو٬تعميري خبرو روانو ساتلو ته هم صلاح شوي ۔دې ووئېل افغانستان لپاره خصوصي استازے ايمبيسيډر آصف دراني به د 13 څخه تر 15 دسمبر 2023 په جنيوا كښې په كېدونكي دوهم ګلوبل ريفيوجي فورم كښې د پا??ستان نمائندګي كوي۔
پاكستان به د كشميري اولس سياسي٬سفارتي ملاتړ روان ساتي۔ خارجه دفتر
Bonus Queen Entertainment Platform Link
مضمون کا ماخذ : ٹکی انماد