د برېښنا غلو په ضد د كریك ډاؤن ښه نتيجې رامخې ته شوې، واجبات وصولۍ كښې هم ښه والې راغلې۔د توان نګراں وفاقی وزیر محمد علی پرېس كنفرنس
The Legend of Perseus entertainment platform website
APP18-150923
ISLAMABAD: September 15 - Caretaker Federal Minister for Information and Broadcasting Murtaza Solangi addressing a press conference along with Ms Shamshad Akhtar Caretaker Federal Minister for Finance and Muhammad Ali Caretaker Minister for Energy at PID Media Center. APP/SAK/ABB/ZID
اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) د توان نګراں وفاقی وزیر محمد علی ??ئيلي دي چې د برېښنا غلو په ضد د كریك ډاؤن ښه نتيجې رامخې ته شوې، واجبات وصولۍ كښې هم ښه والې راغلې، د روپۍ په قدر كښې د زياتوالې نتيجې به هم ۔ر په نظ?? راشي،د برېښنا او ګاز څانګو مجموعی ګرځنده قرضه 5400 اربه روپۍ ته رسيدلې ده، ډ??ټر?? بیوشن كمپنیو زيان 589 اربه روپو ته رسيدلې، تير وخت كښې د هېواد د وسائلو استعمال ته پام لرنه شوې وي نو نن به مونږ خپل تيل او ګاز لرلې،د برېښنا غلا كښې ككړ اهلكارو په ضد كارروائی شوې ، انډ??ټر?? كه روانه وي نو روزګار به ترلاسه شي او برآمدات به زيات شي،د يخښنۍ موسم لپاره ښه لوډ مینجمنټ به كولې شي، ډ??ټر?? بیوشن كمپنیو بورډز او ځينې كمپنیو چیف ایګزیكټو افسران به بدلولې شي، كمپنیو ګورننس كښې به ښه والې راوستلې شي۔د دې خيالاتو خرګندونه ده د جمعې په ورځ د خزاني وزیري ډاكټر شمشاد اختر او نګراں وزیر اطلاعات مرتضیٰ سولنګی سره شريك خبرې كنفرنس ته وينا كښې وكړه ?? په دې موقع پرنسپل انفارمېشن آفیسر او منیجنګ ډائریكټر اے پي پي محمد عاصم كھچی هم موجود وو۔د توان وفاقی وزیر وئويل د برېښنا غلو په ضد د كریك ډاؤن ښه نتيجې ترلاسه شوي ، ایف آئی آرز هم درج كړې شوي ، واجبات وصولۍ كښې ښه والې راغلې۔ده ووئيل د برېښنا غلا د تي??و څو كلونو راهسې كېږي خو كوم غل نه دې نيولې شوي ، 10 ورځې وړاندې مونږ د دې په ضد كمپائن پيل كړو، پاور ډویژن كښې خصوصی كنټرول روم جوړ شوې،د صوبو په مرسته په ضلعی كچه هم د قانون نافذ كونكو ادارو په مرسته د برېښنا غلو په ضد كارروائی كېږي، اعلیٰ وزيران ، چیف سیكرټریز او پولیس مشرانو سره ملاقات كښې هم دا پريكړه شوې وه چې د برېښنا غلا او واجبات وصولۍ لپاره به كمپائن تندولې شي، ده ووئيل د غلو نيولو سره سره ډ??ټر?? بیوشن كمپنیو ګورننس او مینجمنټ به هم ښه كولې شي، ډسكوز بورډز او ځينې ډسكوز چیف ایګزیكټو افسران به هم بدلولې شي او د دې به د اوږدې موندې حل راوېستلے شي،په دې لړ كښې ډ??ټر?? بیوشن كمپنیو نجكاری یا هغه صوبو ته سپارلو پشمول چې څه هم ښه وي هغه به كولې شي۔