اسلام آباد۔1ستمبر(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئيلي دي مونږ خپل وسائل كارولو سره د پرمختګ په لاره روانېدې شوو٬ په آئي ټي ٬ كركيله ٬ دفاعي پېداوار او د كان كنۍ او معدنيات په شمول څانګو كښ?? بلها موقعې شتون لري٬ سرمايه كارۍ لپاره به منصوبې چمتو كول وي ٬ د ټېكس وصولۍ نظام به پياوړې كول وي ٬ اقتصادي موقعو لپاره بهر هېوادونو ته منتقلي بايد منفي ګڼ??ې نه شي ٬ په تېر وخت كښ?? هم داسې شوي دي ٬ پاكستان څخه تلونكي به پاكستان لپاره اثاثه ثابت شي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده مشرانو خبريالانو او اېنكزز سره خبرو كښ?? وكړه۔ نګران وزيراعظم د خصوصي سرمايه كاري سهولت كونسل په اړه د پوښتنې په ځواب كښ?? ووئيل نګران حكومت د آئين لمخې په يو داسې وخت كښ?? ذمه وارۍ سنبالې كړې چې هېواد معاشي چېنلجز سره مخ وو۔ په نګران كابينه كښ?? شامل وزيران د خپلو خپلو څانګو پوهان دي او ددې مقصد د داې چې كومه څانګه كوم چېلنج سره مخ ده په هغې قابو وموندلې شي۔ ده ووئيل د مايوسۍ په بنياد اقتصادي عكس وړاندې كړې شوې دې۔ ده پوښتنه وكړه آيا پاكستان يقينا ً داسې يو صورتحال سره مخ دے په كوم كښ?? چې زمونږ مخې ته هېڅ موقعې نشته او مونږ حېران ??ؤ چې كومې ناكامۍ پلو روان يوو؟ وزیراعظم ووئيل د 70 لسيزې په پايه كښ?? په اسرائيل كښ?? د افراط زر شرح زر فيصده ته رسېدلې وه۔ د نړۍ يو شمېر هېوادونو او قومونو د دې ډول ستونزو مقابله كړې ده۔ په داسې صورتحال كښ?? خلق يو ځايې ته راغونډې سره د موقعو جاج اخلي او پېښې وضعې څخه د وتلو لارې لټوي۔ ده ووئيل په دې وروستيو كښ?? جوړ كړی شوي خصوصي سرما??ه سهولت كونسل كښ?? يو څو اهم څانګې په ګوته كړې شوي دي۔ په دې څانګو كښ?? مونږ لپاره بلها موقعې شتون لري۔ په دې څانګو كښ?? آئي ټي ، معدنیات او کان کنی، كركيله او د دفاعي پېداوار څانګه شامل ده۔ په بلوچستان كښ?? چاغي ته نزدې د 5 ټریلین یو ایس ډالر معدنی پنګې موجود دي۔ په دې كار پېل كولو له بېلو هېوادونو سره خبرې اترې حتمي پراؤ څخه تېرېږي۔ چلی ، کېنېډا او د آسټرېلیا په شمول بېلو هېوادونو خپل معدني وسائل كارولو سره پرمختګ كړې دې۔ ده ووئيل په سپېځلي ډول مونږ خپل معدني وسائل كارولو سره پرمختك ګولې شوو۔ د برېښنا بلونو كښ?? د ريليف په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښ?? نګران وزيراعظم ووئيل د اېف بی آر د محاصل جمع كولو استعداد به زياتول وي۔ ده ووئيل په نړۍ كښ?? چې څومره هم لويې سلطنتونه تېر شوي دي هغه د ټېكس وصولولو صلاحيت په بنياد مضبوط شوي دي۔ زمونږ د قومي پېداوار تناسب سره د ټېكس وصولۍ شرح ډېره كمه ده او هم دا سبب دے چې مونږ د اولس په خېر ښېګړه زياتې پېسې مصرف كولې نه شوو۔ ده ووئيل نګران حكومت به خپله ذمه واري ترسره كوي۔ ټاكنې كول د الېكشن كمېشن ذمه واري ده۔ ده ووئيل زمونږ آبادي 24 نه تر 25 كروړه ده۔ د نړۍ په يو شمېر هېوادونو كښ?? د افرادي قوت كارولو موقعې موجود دي او خلق دې څخه ګټه پورته كول غواړي۔ ده ووئيل بهر نړۍ كښ?? موجودي پاكستاني وګړي زمونږ اثاثه دي كوم چې نن نورو هېوادونو ته ځي هغه به سباؤن كښ?? زمونږ اثاثه وي او خپله سرمايه او صلاحيت به پاكستان لپاره كاروي۔
مونږ خپل وسائل كارولو سره د پرمختګ په لاره روانېدې شوو٬ نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ
Scroll Love Entertainment Platform APP
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے اعدادوشمار