اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پي)د خارجه دفتر وياند عاصم افتخار احمد وئيلي دي وزيراعظم محمد شهباز شريف به د نومبر په وړومبۍ نيټه د چين دوه ورځنۍ دوره كوي٬ د خارجه وزير بلاول بھټو زرداري پشمول د لوړې كچې پلاوې به هم وزيراعظم سره وي٬ وزيراعظم ته د دې دورې بلنه د عوامي جمهوريه چين د رياستي كونسل وزيراعظم لي کي کيانګ وركړې۔ د خارجه دفتر وياند د جمعې په ورځ د پرېس بريفګ په مهال ووئيل سږ كال په اپرېل كښې د چوكۍ سنبهالولو نه پس به د وزيراعظم دا د چين وړومبۍ دوره وي، د چين د کيمونسټ پارټي نيشنل کانګرېس د 20مې غونډې نه پس وزيراعظم د چين دوره كوٶنك, وړومبنو مشرانو كښې شامل دے ۔ وياند ووئيل د وزيراعظم دوره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مشرانو ترمېنځه د تبادلو ?? تسلسل ??رګ??دونه ده۔ وزيراعظم به د دورې په مهال صدر شي جن پنګ سره ملاقات كوي او وزيراعظم لي كي كيانګ سره به د پلاويو په كچه خبرې كوي٬ د وزيراعظم محمد شهباز شريف دورې په مهال به د دواړو ډلو ??رمېنځه د ستراتېژكې مرستې د شراكتدارۍ جاج اخستلے شي او په سيمه ايز نړيوال پېشرفت به د خيالاتو ??رګ??دونه كولې شي۔ وياند ووئيل د دې نه وړاندې وزيراعظم په دې وروستيو كښې د سعودي ولي عهد او وزيراعظم په بلنه د سعودي عرب دوه ورځنۍ سركاري دوره كړې كومه چې د شهباز شريف د وزيراعظم جوړېدو نه پس دوېمه دوره وه كومه چې د دواړو وروڼو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو د همغږۍ ??رګ??دوه كوي۔ وزيراعظم د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان ته د پاكستان دورې بلنه هم وركړې۔ وياند د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل پاكستان برتانيه سره ښې او ګڼ اړخيزه اړيكې لري، زمونږ د اړيكو ژرړې شريك تاريخ او په مفادو آډانه دي٬ په برتانيه چې د هر چا اقتدار وي د دواړو هېوادونو اړيكو كښې اضافه شوې ، وزيراعظم شهباز شريف رشي سونك ته د کنزرويټو پارټي د ليډر او د برتانيه په وزيراعظم جوړېدو مباركي وركړې ٬ ده ووئېل وزيراعظم شريك مفادات مخ په وړاندې بوتللو ??و د پاك برتانيه شراكتداري لا ژوره كولو لپاره نوې وزيراعظم سره كار كولو ??ه منتظر دے۔ ده د دې اميد ??رګ??دونه وكړه چې وزيراعظم سونك په مشرۍ كښې به برتانيه سره زمنوږ اړيكې لا قوي شي۔ د دې نه وړاندې د خارجه دفتر وياند عاصم افتخار احمد د پرېس بريفنګ په پېل كښې په كينيا كښې د نوموړي خبريال او اېنكر پرس ارشد شريف په مرګ د غمرازۍ ??رګ??دونه كولو ??ره ووئيل زمونږ دعاګانې د ارواښاد كورنۍ او دوستانو سره دي۔ ده ووئيل مونږ په دې معامله په يو شمېر كچه د كينيا چارواكو سره په تماس كښې يو چې پكښې د ارواښاد مړې زر وطن ته د راوړلو ??و د پېښې تحقيقات شامل دي۔ وياند ووئيل وزيراعظم د کينيا صدر سره هم خبره كړې او د پاكستان حكومت په باضابطه توګه د كينيا حكومت ته د تفصيلي تحقيقات درخواست كړے ۔ ده ووئيل د حكومت د كينيا پوليس او اروندو چارواكو څخه د قتل پحقله حقائق معلومولو لپاره دوه كسيزه كمېټي جوړه كړې كومه چې د جمعې په ورځ كينيا ته تللې، خارجه وزارت او په نېروبي كښې د پاكستان د هائي كمېشن ډله سهولت وركوي٬ وياند ووئيل پاکستان د مقبوضه کشمير په سنګين صورتحال د سختې اندېښنې ??رګ??دونه كولو ??ره په شوپيا ضلع او كپواړه كښې په فرضي مقابلو كښې د وګړو د وژنو په سختو ټكو غندنه كړې ۔ د خارجه دفتر وياند د جمعې په ورځ د پرېس برېفنګ په مهال د كل جماعتي حريت كانفرنس د پخواني چيئرمېن مولانا عباس انصاري په سري نګر كښې په انتقال د غمرازۍ ??رګ??دونه كړې چا چې د كشميريانو د خپلواكۍ حق لپاره د خپلو ??ټرو په مهال كلونه په زندان كښې تېر كړي۔ وياند په سري نګر كښې د كل جماعتي حريت كنفرنس په صدر دفتر د هندي پوځ ملاتړ كوٶنكو د هندوتوا جنونيانو په دې وروستيو كښې په بريد د تشويش ??رګ??دونه كولو ??ره ووئيل دا ډول وحشيانه كاروائي د كشميريانو د آزادۍ عزم نشي كمزورې كولې۔ ده ووئيل په مقبوضه کشمير كښې د بشري حقونو صورتحال اندېښمن دے او هند كښې اقليتونو سره وحشيانه سلوك نړيوالې ورورولۍ لپاره د سنګين تشويش سبب دے۔ وياند ووئيل په دې وروستۍ كښې د هند دورې په مهال د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوټرېش هند ته د نړيوالو ??شري حقونو ذمه وارۍ او د اقليتي ورورولۍ غړو پشمول د ټولو كسانو د حقونو د تحفظ او ودې يادګېرنه كړې۔ د خارجه دفتر وياند ووئيل د جمو و كشمير په ځينې برخو كښې د هند د غېر قانوني قبضې په 75 كالو ??رسره كېدو د غندنې او د كشميري اولس سېپځلې هلو ځلو لپاره د پاكستان د بشپړه ملاتړ پخلي لپاره تېره ورځ توره ورځ لمانځلې ۔ ده ووئيل صدر مملكت، وزيراعظم او خارجه وزير په دې موقع خپلو ??اص پېغامونو كښې د پاكستان د اصولي موقف او د كشميريانو ملاتړ لپاره د عزم پخلے كړے او په نړيواله ورورولۍ ئې زور رواړے چې ھغوي د كشمير مسئلې حل لپاره خپله مخ ملازه استعمال كړي، په مقبوضه کشمير كښې دې د بشري حقونو په لويه كچه خلاف ورزۍ بندې كړې شي او د كشميريانو په ضد دې جابرانه اقدامات بند كړے شي۔ ده ووئيل بهر هېوادونو كښې پاكستاني مشنز هم د جمو و كشمير شخړې په اړه په نړيواله كچه بېداري پېدا كولو ??و كشميري اولس سره د يووالي ??رګ??دونې لپاره هلې ځلې كړي۔۔ وياند ووئيل خارجه وزير د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ صدر٬ د سلامتي كونسل صدر، د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر، د بشري حقونو هائي كمشنر او د او آئي سي عمومي سېكتر ته چيټۍ لېږلې دغسې چې هغوي د مقبوضه كشمير د سنګين صورتحال نه خبر شي۔ وياند ووئيل هند د اووه لسيزو نه زياته موده راهسې د مقبوضه كشمير اولس ته د خپلواكۍ حق وركولو نه مسلسل سرغړونه كوي۔ وياند ووئيل د كشميري فوټو ژورنالېسټس ثناء ارشاد متو د ډيلي په هوائي مېدان د ايسارولو هم غندنه كوٶ، ده ووئيل د دې اقدام مقصد پلټزر پرائز ترلاسه كولو لپاره د نيويارك تللو نه هغه ايسارول وٶ
وزيراعظم محمد شهباز شريف به د نومبر په وړومبۍ نيټه د چين دوه ورځنۍ دوره كوي، د چوكۍ سنبهالولو نه پس به د وزيراعظم دا د چين وړومبۍ دوره وي۔ د خارجه دفتر وياند عاصم افتخار احمد پرېس بريفنګ
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹرائزڈ لاٹری