اسلام آباد۔26دسمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د قزاقستان په ا??ټائو سيمه كښې د آذربائیجان الوتكې ته په رامخې ته شوې پېښه كښې د قيمتي ځانونو په زيان د افسوس څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې ?? غم په دې وخت د پاكستان حكومت او اولس د آذربائیجان ورونړو خوېندو سره د ب??پړه يووالي څرګندونه كوي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د آذربائیجان سفارتخانې ته لاړو او د آذربائیجان سفير سره يۍ ملاقات وكړو۔ ده د قزاقستان په ا??ټائو سيمه كښې د آذربائیجان الوتكې ته په رامخې ته شوې پېښه كښې د قيمتي ځانونو په زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم په پېښه كښی په حق رسېدليو له د ب??ښنې او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړه۔ ده د ژوبل شوو زر روغتيا له هم دعا وكړه۔ ده ووئيل چې ?? غم په دې وخت د پاكستان حكومت او اولس د آذربائیجان ورونړو خوېندو سره د ب??پړه يووالي څرګندونه كوي۔ د آذربائیجان سفیر خضر فرهادوف په غمرازۍ كولو د وزيراعظم مننه و كړه۔ ده ووئيل په دې سخت وخت كښې د وزيراعظم س??ارت ته راتلل او غمرازي كول مونږ لپاره ډېر د قدر وړ خبره ده۔ وفاقی وزیر عطاء تارړ او خاص مرستيال طارق فاطمی هم وزيراعظم سره ؤ۔(
د وزيراعظم شهباز شريف د آذربائيجان سفارتخانې دوره ٬ د الوتكې پيښه كښې د قيمتي ځانونو په زيان د افسوس څرګندونه
रॉयल क्रूज़ लाइन्स विश्वसनीय मनोरंजन प्रवेश द्वार
مضمون کا ماخذ : números da sorte loteria