استنبول 14 دسمبر (اے پي پي) د پاکستان او ترکيه ترمين??ه د پي ټي وي او ترکيه سرکاري ټي وي چينل ”ټي آر ټي“ شريك نشرياتو پشمول د ارطغرل غازي په شان ترکش ډرامے پاکستان كښې ښودلو ،د اطلاعات وزارت او ترکيه ډائريکټوريټ آف کميوني??يش??ز ترمينځه ورکنګ ډلي جوړولو او د دواړژ هېوادونو څخه فوکل پرسن نامزد کولو ته سلا راغلې۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاءالله تارړ څوك چې دا مهال د ترکيه په سرکاري دوره دے،د تركيه صدارتي هيډ آف کميوني??يش??ز پر??فيسر فحرتين التون سره ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د ميډيا په څانګه كښې مرسته قوي كولو،اولسي سفارت کارۍ ته وده وركولو، اسلاموفوبيا او مس انفارمېشن خاتمے، ميډيا پلاويو تګ راتګ او شريك پر??ډکشنز جوړولو پشمول په مهمو چارو د خيالاتو څركندونه وشوه۔ په دې موقع په خپلو خبرو كښې د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل پاکستان او ترکيه خپلو كښې تاريخي او د ورورولۍ اړيكې لري،د دواړو هېوادونو ترمين??ه د ميډيا په څانګه كښې د مرستي پراخه امکانات شته،د ميډيا په مرسته به د دواړو هېوادونو د په اولسي كچه رابطي لا زياتي شي۔ ملاقات كښې د تفريح ??و سياحت په څانګه كښې په مرسته او په شريكو منصوبو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وفاقي وزير ووئيل پاکستان او ترکيې ترمينځه شريك پر??ډکشنز جوړولو سره به دواړو هېوادونو كلتورونو په خپلو كښې تبادله وشي۔ده ووئيل مونږ له به خپل نوي نسلونو له د پاکستان او ترکيې ترمينځه تاريخي اړيكو څخه خبرتيا وركول وي۔ وفاقي وزير پر??فيسر فحرتين التون له د پاکستان دورې كولو بلنه وركړه۔ پر??فيسر فحرتين التون په پاکستان كښې د ميډيا په پر??ختګ ك??ې خوښي ولرله ۔ ده ووئيل د ترکيې ډرامه ارطغرل غازي په پاکستان كښې لوئ مقبوليت ترلاسه كړې۔ ده ووئيل د پاکستان فنکار او موسيقار په تركيه كښې وګړي زيات خوښوي ۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د ميډيا په مرسته به اسلامو فوبيا او مس انفارمېشن په ضد جنګ كښې مرسته ترلاسه شي۔ د اطلاعاتو وفاقي وزير عطاءالله تارړ د ترکيه په ميډيا د کشمير په اړه په کوريج د پر??فيسر فحرتين التون مننه وكړه۔
د اطلاعات وفاقي وزير او د ترکيه صدارتي هيډ آف کميونيکيشنز ترمينځه ملاقات، د دواړو هېوادونو شريك نشريات، ترکيې ډرامے په پاکستان كښې ښودلو، د اطلاعات وزارت او ترکيه ډائريکټوريټ آف کميونيکيشنز ترمينځه ورکنګ ډلي جوړولو ته سلا
Hula Credible Entertainment Platform
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کی پیش گوئی