پېښور 23 ستمبر (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان وفاقي وز??ر ??نج??نئر امير مقام وئيلي دي د خېبر پښتونخوا اولس ستونزو سره مخ دے او د صوبې چيف اېګزېكټو سره هېڅ احساس نشته، ھغه خو خپلې ناكامۍ پټولو كښې لګيا دے۔ امير مقام ووئيل په سوئيلي سيمو كښې اولس د ماښام نه ور??ته د كورونو نه نشي راوتلې٬ د سوات په مالم جبه كښې د ترسره شوې چاٶدنې غندنه كوم٬ د بده مرغه په صوبه كښې دا د پي ټي آئي درېم ځل دے۔ پېښور كښې پرېس كنفرنس ته خپله وېنا كښې وفاقي وز??ر ووئيل په صوبه كښې ورځ په ورځ حالات خرابېږي٬ د مالاكنډ پشمول د ضم شوې ضلعو د امن او امان صورتحال ته وګورئ٬ د سکيورټي فورسز او پوليس قربانيو ته وګورئ٬ پوليس مظاهرې كوي٬ پرون په سوات كښې پېښه شوې٬ نړۍ ته څه پېغام وركوٶ٬ ده ووئيل افسوس دے چې د صوبې چيف ايګزيکټو سره احساس نشته٬ خپلې ناكامۍ پټولو لپاره څه كوي؟ ??نج??نئر امير مقام ووئيل په كابينه كښې چې څه كېږي د چا نه پټ نه دي ٬ د فنډز په تقسيم اختلاف مخ په زياتېدو دے، د دې نه وړاندې هم دې حكومت د ډينګي مخنيوي لپاره څه كړې دي؟ ??نج??نئر امير مقام ووئيل صوبه لوټلې كېږي٬ بس غټې خبرې كوي۔ ده ووئيل وز??راعلې خو د خپلو اختياراتو نه خبر نه دے٬عجيبه وز??راعلی دے، غيرسنجيده دے۔ امير مقام ووئيل فكر به كول وي چې وز??ر اعلی صوبه چرته بيائي۔ ده ووئيل د صوبې اولس امن غواړي٬ څو ورځو كښې به ستاسو مېنډېټ ختم شي۔ ده ووئيل ګورنر راج آئيني اقدام دې ٬وزيراعلی غيرسنجيده دے٫ ګورنر راج خارج از امكان نه دې٬ له ډېرې مجبورۍ سره به ګورنر راج لګولے شي٬ خو داسې څه خبره نشته٬ داسې په كوم اپشن غور نه دے روان خو كه صوبه دغسې چلېږي نو بيا به فكر كول وي
اولس ستونزو سره مخ دے، د صوبې چيف ايګزيکټو هيڅ احساس نه لري: امير مقام
लकी रैट क्रेडिट एंटरटेनमेंट ऐप
مضمون کا ماخذ : فا فا فا ۔