اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ وئيلي دې پاکستان په هند كښې د تابکارې موادو په غلا او د دغې په غېر قانوني خرڅون او بيا بيا د پېښو په رامخې ته كېدو راپورونو سخته اندېښنه څرګنده كړې ده۔ په هند كښې د تابکارۍ موادو سره د يو ګېنګ په نيولو د پاكستان په غبرګون په اړه د پوښې په ځواب د خارجه دفتر وياندې د نهې په ورځ خپل بيان كښې ووئيل په تازه پېښه كښې يوه ډېره تابک??ره او زهريلا ماده “کيليفورنيم” په غېر قانوني توګه د يوې ډلې په قبضه كښې موندلې ??وې چې ماليت ئې سل ملين ډالره دے، په كال 2021 كښې د کيليفور??يم د غلا درې پېښې هم رپورټ شوې وې، تېره مياشت پنځه كسان د بھابھا اټامک ريسرچ سينټر (بي اے آر سي) څخه د غلا شوې تابک??ره ډيوائس سره په دهرادون كښې نيولې ??وي وو۔ وياندې ووئيل بيا بيا رامخې ته كېدونكې پېښې د نوي ډيلي لخوا د اتومي او نورو تابک??ره موادو حفاظت لپ??ره په پورته كړ اقدام??تو سواليه نشان دي۔ دې ووئيل دا پېښې په هند كښې د حساس او ډبل استعمالېدونكو موادو بېلك ماركيټ هم په ګوته كوي، نړيواله ورورولي د هند چارواكو څخه د دې خبرې په سنجيدګۍ سره د استفسار خواهش لري چې د کيليفور??يم غوندې خرڅ شوې تابک??ره ماخذ (اېس آر اېس) مواد څنګه نيولے شوو كسانو سره په قبضه كښې وٶ۔ وياندې ووئيل په هند كښې دا ډول د حساس موادو غلطو لاسونو ته تلل خطرناك معمول دے۔ دې ووئيل پاكستان د دا ډول پېښو د بشپړه تحقيقات او د دې پېښو مخنيوي لپ??ره د مناسب اقدام??تو د مطالبې پخلے كوي۔
پاکستان په هند كښې د تابکارۍ موادو په غلا او د غېر قانوني خرڅون په راپورونو سخته اندیښنه ښكاره كړه ۔ د خارجه دفتر ويانده
ड्रैगन लीजेंड आधिकारिक मनोरंजन प्रवेश द्वार
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری آن لائن