اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) وفاقي کابينې د حكومت كوټلې لائحې په سبب د كر??نا وائرس په مجموعي كېسونو او د مرګونو شرح كښې په كمي او د كر??نا وائرس په نه خپرېدو د اطمينان څرګندونه كړې ده او اولس ته ئې غږ كړے چې ھغوي د لوي اختر او محرم الحرام په مهال د كر??نا وائرس څخه بچ ??ېد?? لپاره په اېس او پيز او په ګائيډ لائنز سل فيصده عملدرآمد باوري كړي، وفاقي کابينې پرېكړه كړې چې په پنځم اګست به مقبوضه كشمير كښې د هندي اقداماتو بشپړه غندنه كولې شي، ??زي??اعظم عمران خان به د کشمير دوره كوي او د سېنېټ به هم خاص غونډه كولې شي، وفاقي کابينې تېره مياشت د پټرولو د كمي پلټنو لپاره د كمېشن جوړولو منظوري هم وركړې ، كابينې ته وئېلے شوي هېواد كښې د غنمو٬ اوړو٬ او چينو كمے نشته، د ذخيره اندوزو په ضد كاروائۍ لپاره ضلعي انتظاميې ته امر شوے ، د يورو فائيو پيټرول وركړه به راتلونكې مياشت څخه پېل شي، کراچۍ كښې د بارانونو نه پس د سېورېج نظام بيخي فېل شوے ، ??زي??اعظم عمران خان خبريالانو او ميډيا وركرز ته د تنخاګانو او بقاياجاتو په نه وركولو د سخت خفګان څرګندونه وكړه۔ د نهې په ورځ د اطلاعات او خپرونو وفاقي ??زي?? سېنېټر شبلي فراز د ??زي??اعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډې نه پس ميډيا ته د بريفنګ په مهال ووئيل پيپلز پارټۍ د سندھ پشمول د كراچۍ پرمختګ لپاره هېڅ كار نه دے كړے، وفاقي حکومت د کراچۍ اولس د سندھ حكومت په رحم او كر?? نشي پرېښودے، کراچۍ كښې حكومت د اتحادي ګوندونو صوبائي او د قامي اسمبلۍ پارلماني غړو ته امر كړے چې ھغوي د كراچۍ اولس سره په تماس كښې وسي او د سېوريج نظام بهترۍ لپاره وفاق لهه تجويزونه وركړي۔ ده ووئيل د بارانونو نه پس د سندھ حكومت د نااهلۍ واضح ثبوت رامخې ته شوے ، وفاقي حکومت به كراچۍ لپاره چې څه كېدے شي تر ممكنه حده به كوي۔ ده ووئيل پخوانو واكمنو د اربونو روپو فنډز چرتا استعمال كړے، کراچۍ كښې د سېورج نظام نشته، د سندھ حکومت له پكار دي چې ھغوي د سندھ د اولس ستونزې لرې اكړي۔ سېنېټر شبلي فراز ووئېل د كابينې غونډه كښې ??زي??اعظم عمران خان په نيا پاكستان هاٶسنګ سكيم د اطمينان څرګندونه كړې او د حکومت ريليف اقداماتو په سوب د تعميراتي څانګې په اړه هلې ځلې پېل شوي، د جائيدادونو بيعه كښې بهتري تر نظره شوې ۔ وفاقي ??زي?? شبلي فراز ووئيل د ځېنې ميډيا او ورځپاڼو مالكانو خپلو ور??را??و ته تنخاګانې نه دي وركړي ،??زي??اعظم د ميډيا مالکانو لخوا ور??را??و ته د نتخاګانو په نه وركولو د حشم او خفګان څرګندونه كړې۔ ده ووئيل وفاقي كابينې تېره مياشت د پټرولو د كمي انكوائرۍ لپاره تحقيقاتي کمېشن جوړ كړے چې پكښې به د اېف آئي اے اېډېشنل ډائريکټر جنرل ،اټارټي جنرل ، د اېف آئي اے، اېنټي کرپشن او د پټروليم وزارت نمائندګان شامل وي۔ ده ووئيل وفاقي کابينه د يورو فائيو پيټرول معيار په اړه خبر كړې شوې ، د يورو فائيو پيټرول معيار په نړۍ كښې استعمالېږي په دې كښې سلفر كم وي او د دې په ماحول مثبت آثر مرتب كېږي۔
اولس بايد د لوي اختر او محرم الحرام په مهال د كرونا وائرس څخه بچ كېدو لپاره په اېس او پيز او په ګائيډ لائنز سل فيصده عملدرآمد باوري كړي
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نتائج