اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) د منصوبه بندې، پرمختګ ، اصلاحات او خاص اقدامات وفاقي وزير او د نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سنټر مشر اسد عمر وئيلي دي د 5 فيصده څخه د زياتو كېسونو په سيمو كښې د سكولونو بند ساتلو پرېكړه شوې، ټول ماركيټونه به ماښام تر شپږو بجو پرانستي وي، په ريسټورنټس كښې تر اختر په آٶټ ډور ډائننګ بندېز لګولے شوے، د دفتر وخت به تر دوو بجو وي، خلق دې د وروستو ورځو انتظار ونه كړي، د اختر تياري دې وكړي. ده دا خبرې د جمعې په ورځ مېډيا ته د بريفنګ وركولو په مهال وكړې. اسد عمر د اېن سي او سي د پرېكړو په اړه و??ئيل په كومو ښارونو كښې چې د مثبت كېسونو شرح زياته ده، هتله به د نهم څخه تر دولسم ټولګي پورې هم تر اختر سكولونه بند وي. ده و??ئيل د بازارونو د كار وخت به تر 6 بجو وي او يوازې ?? ډېر ضروري څيزونو د كاروبار اجازه به و?? د كومو به چې فهرست جاري كو??ې شي. ده و??ئيل په ان ډور ډائننګ د وړاندې نه بندېز لګولے شوے ؤ، اوس به تر اختر په آٶټ ډور ډائننګ هم بندېز وي. البته د ډوډې اخستلو يا كور ته راغوښتلو اجازه به و??. ده و??ئيل په كومو ښارونو كښې چې د كورونا كېسونو شمېره زياته ده ، هلته به تعليمي ادارې بندې سات??ې شي. اسد عمر ووئيل د ماښام د 6 بجو نه پس به يوازې د ضروري نوعيت كاروبار پرانستلے وي. ده و??ئيل تر اختر په ان ډور او آٶټ ډور ډائننګ بندېز لګولے شوے خو د ټېك اوے اجازه به و??. په ان ډور جمز هم بندېز لګولے شوے. اسد عمر ووئيل د دفترو وخت تر 2 بجو كړے شوے او د كور څخه كار كولو لپاره په 50 فيصده حاضرې زور راوړلے شوے. ده اندېښن?? وښودله چې كه دا رنځ زياتېږي نو لاك ډاٶن كېدے شي. ده و??ئيل د بهرنيو هېوادونو څخه د راتلونكو شمېره به كمو??ې شي. په هېواد كښې د آكسيجن سپلائي 90 فيصده روانه ده او د 75 نه تر 80 فيصده د روغتيا په څانګه كښې كارولے كېږي خو د بهر نه په راوړلو هم غور كو??ې شي.
د 5 فيصده څخه زياتو كېسونو سيمو كښې د سكولونو بند ساتلو پرېكړه شوېټول ماركيټونه به ماښام تر شپږو بجو پرانستي وي، په ريسټورنټس كښې تر اختر په آٶټ ډور ډائننګ بندېز لګولے شوے، د دفتر وخت به تر دوه بجو وي. د اسد عمر مېډيا ته بريفنګ٬
مضمون کا ماخذ : لاٹوفاسیل